تازه خبرونه

امریکا کې مسلمان ښاروال جوړیدې شي خو هند کې مسلمان د پوهنتون مشر نه شي جوړیدلې: مولانا ارشد مدني

د هند دیوبند دارالعلوم مشر مولانا ارشد ممداني د مودي په حکومت سختې نیوکې کړي دي او ویلي ی دي چې د هغه حکومت مسلمانانو سره ظلم او زیاتې کوي
مولانا ارشد ممدانی د هند په عدالتي نظام سختې نیوکې کړي دي

مولانا ارشد ممداني ویلي دي چې په هند کې چې کوم مسلمان د پوهنتون مشر جوړ شوې، زندان ته لیږل شوې دې او نن هم هغه په زندان کې دې

د جمعیت علمای هند الف صدر  او د دارلعلوم دیوبند ریس المدرسین مولانا ارشد مدني د مودي پر حکومت سختې نیوکې کړي دي او ویلي دي چې په هند کې مسلمانانو سره ډیر ظلم او زیاتې روان دي

نوموړي ویلي دي چې په امریکا کې یو مسلمان زهران ممدان د نیویارک ښارمشر جوړیدلې شي خو په هند کې یو مسلمان د یو پوهنتون وي سي نه شي جوړیدلې

مولانا مدني د دهلی په یوه غونډه کې وینا پر مهال وویل چې که یو مسلمان د وایس چانسلر چوکۍ ته ورسېږي هم، بیا یې جېل ته لېږي چې بېلګه یې اعظم خان ده. هغه زیاته کړه چې اوس مهال د الفلاح پوهنتون سره هم داسې چلند روان دی او حکومت هڅه کوي چې هیڅکله مسلمان سر پورته نه کړي.

د دارالعلوم دیوبند د رئیس المدرسین په وینا، د الفلاح پوهنتون مالک جېل ته اچول شوی او نه ده معلومه چې تر کومه به په زندان کې وی ، حال دا چې قضیه لا په بشپړ ډول ثابته شوې هم نه ده. هغه دا د عدالتي نظام د ناکامۍ ښکارندوی وبلله، نوموړي د هند په عدالتي نظام سختې نیوکې وکړې

مولانا ارشد مدني وویل چې د هند د ازادۍ له تېرېدو ۷۵ کاله وروسته هم مسلمانان لا هم له زده کړو، مشرتابه او اداري برخو څخه په منظمه توګه شاته تمبول کېږي. د ده په وینا، حکومت هڅه کوي چې د مسلمانانو د پښو لاندې زمکه هم  واخلي او په ډېره اندازه یې دا کار کړی هم دی، هغه اوویل او ټینګار ی وکړو چې د هند مسلمانانو حوصلې ماتې شوي دي و مورال یې ډیرزیات  کمزوری شوی دی

نورخبرونه: د کال ۱۹۸۹ څخه تر اکتوبر ۲۰۲۳ پورې ۹۶،۲۶۲ کشمیري مسلمانان وژل شوي دي: کشمیر میډیا سروس رپورټ

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *