تازه خبرونه

امریکا: دوه زره افغان وګړي ترهګرو ډلو سره اړیکې لري

د امریکایی چارواکو ترمخه د بایډن انتظامیه په وخت کې الایز ویلکم پروګرام لاندې ۱۸اتلس زره افغان وګړي له افغانستان څخه امریکا ته را داخل شول
امریکایی چارواکي وایی په امریکا کې له افغان وګړو لوري ترهګریز بریدونو وروسته ددوی په اړه نزدې څارنې کیږي

په دې وروستیو کې د امریکا په واشنګټن ښارکې یو افغان وګړي رحمان الله لکڼوال دوه امریکایی سرتیري په ډزو اوویشتل چې وروسته بیا یوې ښځینه سرتیرې ژوند له لاسه ورکړو

په امریکا کې مېشت د ۲ زرو افغان وګړو د ترهګرو ډلو سره د اړیکو انکشاف شوې دې

د امریکا د ملي استخباراتو مشرې تلسي ګبارډ امریکایي رسنیو ته په یوه مرکه کې د بایډن د ادارې پر مهال امریکا ته د راغلو افغان وګړو د پلټنې پر سست بهیر سخته نیوکه کړې ده

 هغې وویل چې د آپریشن الایز ویلکم تر عنوان لاندې شاوخوا ۱۸ زره افغان وګړي امریکا ته داخل شوي دي.

هغې وویل چې د بایډن د ادارې پر مهال امریکا ته راغلو افغان وګړو سمه او بشپړه پلټنه نه ده شوې. نوموړې زیاته کړه چې اوس د آپریشن الایز ویلکم تر چتر لاندې راغلی هر افغان وګړی له نږدې څېړل کېږي او په دې اړه ټول اړوند ادارې فعالې دي

ترهګرو ډلو سره اړیکې او داعش

تلسي ګبارډ انکشاف وکړ چې له ۱۸ زرو افغان وګړو څخه شاوخوا ۲ زره کسان له ترهګرو سازمانونو سره مستقیم یا احتمالي اړیکې لري

هغې وویل چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په دوامدار ډول پر امریکایي خاوره د بریدونو د پلان جوړولو په هڅه کې دي، او دا ډلې په امریکا کې د داسې کسانو په لټه کې دي چې دغه ډول بریدونه ترسره کړي. نوموړې ټینګار وکړ چې همدا لامل دی چې امریکا دغه ګواښ جدي نیولی دی

د مرکې پر مهال هغې دا هم وویل چې په تېرو څو کلونو کې امریکا ته د غیر قانوني کډوالو شمېر هم په څرګنده توګه زیات شوی دی.

 دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې په دې وروستیو کې د امریکا په واشنګټن ډي سي کې یو افغان وګړي چې په افغانستان ی کې د امریکا استخباراتي ادارې لپاره کار کول، دوه امریکایی سرتیرې په ډزو اوویشتل چې وروسته بیا ی یوې ښځینه سرتیرې ژوند له لاسه ورکړو

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *