تازه خبرونه

امریکایی پلاوې په یوه مهم سفر کابل ته رارسیدلې

امریکايي پلاوي د امریکا لوري افغانستان لپاره ځانګړې استازې زلمې خلیل زاد هم موجود وو، کابل ته راغلې چې افغان حکومت سره د امریکایی بندیانو په اړه خبرې وکړي
امریکایی پلاوي افغان چارواکو سره د امریکا او افغانستان د اړیکو په لا پیاوړتیا خبرې کړي.

افغان ته د امریکایی پلاوي سفر د افغانستان حکومت په سیاست کې یو نوې پرمختګ دې.

د افغانستان اسلامي امارت  د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره نن د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي، چې د افغان سولې لپاره د متحده ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد هم په کې و، په پایه تخت کابل کې لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، د اتباعو پر مسایلو، او په افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې، دواړو لوریو ټینګار وکړ چې دوو اړخیزو اړیکو کې پر شته او راتلونکو بیلابیلو موضوع‌ګانو، په ځانګړې توګه…‏د هغو اتباعو په اړه چې یوه او بل هېواد کې بندیان دي، خبرو ته ادامه ورکوي

امریکا او افغانستان اړیکو په اړه ټینګار

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په سر کې د دواړو لوریو ترمنځ دوحه کې پخوانیو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، اوس د دې ښه فرصت برابر شوی چې اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي او دوو اړخیزو اړیکو کې داسې پېچلې ستونزېنه شته چې اواری یې ډېر ستونزمن وي.

د امریکا لوري زلزله ځپلو په اړه خواشیني 

د امریکايي پلاوي مشر هم پر خپل وار لومړی د هیواد په مشرقي ولایاتو کي د شویې زلزلې په اړه تسلیت ووایه او کابل ته یې خپل پخوانی سفر ګټور وباله او زیاته یې کړه چې دواړه لوري باید د تېرو مجالسو په تعقیب هلې ځلې وکړي، چي ښه نتایج تر لاسه شي.‏د امریکايي پلاوي مشر زیاته کړه چې هېواد یې د ملتونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نه غواړي پر افغانانو څه شی وتپي. مهمه ده چې باید یادونه وشي چې نن د امریکا او افغان حکومتي چارواکو ترمینځ د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر هغو فرصتونو هم خبرې وشوې چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

نورخبرونه

افغان وزیرخارجه متقي سبا پاکستان ته راځي

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *