تازه خبرونه

افغان وزیرخارجه متقي سبا پاکستان ته راځي

امیر خان متقي په داسې وخت کښې پاکستان ته راځي چې په باجوړ کښې د ټي ټي پي وسله والو په ضد اپریشن روان دې ،خو د ټي ټي پي سره قبایلي مشرانو له لارې خبرې اترې هم دوام لري

1 min read

افغان وزیرخارجه متقي سبا پاکستان ته راځي

امیرخان متقي په داسې وخت کې د پاکستان دوره کوي چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې امنیتي وضع کړکیچنه ده

August 3, 2025

اسلام‌اباد: د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به سبا اګست له ۴مې تر ۶مې نېټې پاکستان ته سفر وکړي

په دې سفر کې به نوموړی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او نورو مهمو سیاسي او پوځي مشرانو سره وګوري. دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیات رانزدې کیدلو څرګندونه کوي، ځکه څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او نور لوړپوړي چارواکي کابل ته تللي وو، او اوس د افغان حکومت یو مهم لوړ پوړې چارواکې اسلام‌اباد ته راځي.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د دواړو مسلمان ګاونډي هیوادونو د لوړپوړه چارواکو پلاوي یو بل هیواد ته دا سفرونه ښایی چې دواړه ورور هېوادونه پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزه تجارت او اړیکو د پیاوړتیا په لور روان دي او دواړه ګاونډي هیودونه غواړي چې یو بل ته رانزدې شي . .

تمه کېږي چې امیر خان متقي به د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف او نورو مهمو سیاسي او پوځي چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړي.

د چارو کارپوهان وايي، تمه ده چې د دې سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر مهال پر سرحدي مشکلاتو لکه د ګمرک ستونزو او یو شمیر نور مهمو موضوع ګانو باندې بحث وشي..

څو ورځې وړاندې د محسن نقوي او اسحاق ډار د افغانستان سفر او اوس د افغان بهرنیو چارو وزیر امیر متقي د پاکستان سفر دا څرګندوي چې افغان چارواکي د ترهګرۍ، په ځانګړي ډول د تحریک طالبا

پر ضد د سرحدي سیمو له کارونې جدي اندېښنه لري او غواړي چې په دې اړه ګامونه پورته کړي

دا سفر نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت او اړیکو لپاره د امید څرک وړاندې کوي، بلکې د سیمې د ثبات او امن، او په ځانګړې توګه د پاک–افغان سرحد په اوږدو کې د روانې ترهګرۍ پر وړاندې دواړه هېوادونه د ګډ او څرګند دریځ خپلولو ته هڅوي او د ترهګرۍ په ضد د عملي ګامونه اخیستلو تمه کېږي.

د افغان کډوالو په ستونزه د پرمختګ تمه ده

په وروستیو وختونو کې د افغان کډوالو موضوع یوه نړیواله مسئله ګرځېدلې ده. یو طرف ته د پاکستان او ایران د کډوالو اړوند پالیسۍ، او بل لور ته د افغان حکومت د امکاناتو کمښت له امله یې افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ دي. د کډوالو او افغان حکومت ټول شرایط په پام کې نیولو سره، د امیر خان متقي سفر د دې له پلوه هم ډېر مهم ګڼل کېږي، ځکه تمه ده چې د ترهګرۍ پر ضد د خبرو تر څنګ، د افغان کډوالو پر موضوع هم د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ناستې وشي. دا هڅه به دا یقیني کړي چې نه د پاکستان او افغانستان اړیکې زیانمن شي، او نه هم کډوال له نورو کړاوونو سره مخ شي.

د پاکستان په سرحدي سیمو کښې امنیتي وضع خرابه ده

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې افغان وزیر خارجه په داسې وخت کې پاکستان ته راځي چې د افغانستان سره په سرحدي سیمو کښې د ټي ټي پي وسله وال د پاکستان امنیتي ځواکونو په ضد د ترهګرۍ پیښو کې ککړ دي. بل لور ته په باجوړ کې د وسله والو په ضد د سربکف عملیات هم ترسره شول چې پکې یو شمیر ترهګر له منځه یوړل شول خو د ځآیی مشرانو جرګه هم د ټي ټي پي وسله والو سره خبرې اترې کوي.

د جرګې مشرانو له مخه طالبانو دوی ته ویلي چې دوی به خپله خاوره نه پریږدي او دا ی هم ورته څرګنده کړې ده چې امنیتي ځواکنو که دوی په هدف و نه ګرځوي نو وسله وال به هم په امنیتي ځواکونو بریدونه پای ته ورسوي.

د خیبر په وادي تیراه کې هم د مشرانو جرګې ټي ټي پي مشرانو سره لیدلي خو هغوی هم د جرګې څخه مهلت غوښتې چې دوی به د مشرانو جرګې ته ځواب ورکړي

Related Articles

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *