تازه خبرونه

افغان دولت برطانوي وګړي پيټر رينالډس او باربارا رينالډس د زندان نه رها کړېدي،برطانوي وګړي اته مياشتو راهسې قيد وو

برطانوي وګړو د تعليم پرمختګ لپاره افغانستان کښې کار کولو،د دوي رهائۍ کښې قطر دولت مهم کردار لوبولې دے
افغان دولت برطانوي وګړي پيټر رينالډس او باربارا رينالډس د زندان نه رها کړېدي،برطانوي وګړي اته مياشتو راهسې قيد وو

افغان طالبانو سره قيد برطانوي وګړي آزاد کړي شويدي

افغان بهرنيوچارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي کابل کښې د ميډيا سره خبرو په مهال وئيلي دي چې د برطانيې دوه وګړي باربارا او پيټر د زندان نه رها کړي شويدي ۔ عبدالقهار بلخي وائي چې د برطانيې دغه وګړې چې ښځه خاوند دي د افغانستان د قانون په خلاف ورزۍ د باميان ښار نه ګرفتار کړي شوي وو۔ عبدالقهار بلخي وائي چې د برطانوي وګړي د انساني همدردۍ په بنياد د زندان څخه رها کړي شويدي دې معامله له سياسي رنګ ورکول نه دي پکار او په دې معامله کښې ملاټر کولو باندې ئې د قطر د دولت شکريه ادا کړيده ۔ ۸۰ کلن پيټر رينالډس او د هغه کور ودانې باربارا تير ۱۸ کالو راهسې د تعليم پرمختګ او استاذانو له تربيت ورکولو يو اين جي اوز سره کار کولو او په افغانستان د طالبانو د قبضے او د اشرف غني حکومت ړنګيدو نه پس هم د برطانيې وګړي په افغانستان کښې پاتې شوي وو ۔ پيټر د روان کال فرورۍ مياشت کښې سره د خپل کور وردانې او د چين نژاد امريکني وګړي فائے هال او افغان ترجمان سره يو ځائې د باميان نه ګرفتار کړي شوي وو۔ وروستو د امريکني حکومت په فشار او د قيديانو د تبادلې د معاهدې مطابق اسلامي امارت امريکني وګړې د زندان نه آزاد کړې وو ۔

د زندان څخه آزاديدو وروستو د برطانيې وګړي د افغانستان لپاره د برطانيې خصوصي استازي رچرډ لنډسے ته حواله کړي شويدي او هغوي د خصوصي الوتکې د لارې کابل نه خپل ملک ته تلي دي ، د پيټر رينالډز د کورنۍ غړو د طالبانو زندان کښې قيددواړو وګړو صحت په حواله څو وارې د انديښنو اظهار کړې او برطانيې حکومت ته ئې اپيل کړې وو چې د دواړو کسانو د رهائۍ لپاره دې کردار ادا کړي

برطانوي وګړي نړي وال دباؤ وروستو آزاد شويدي

هرڅو که اسلامي امارت دعوي لري چې د برطانيې وګړي ئې د انساني همدردۍ په بنياد آزاد کړيدي خو سفارتي ذرائع وائي چې د پيټر او باربارا رينالډس د طالبانو ولقې څخه آزادولو کښې په اسلامي امارت نړي وال دباؤ وو، که يوخوا قطر دولت د دوي په رهائۍ کښې تير څو مياشتو راهسې کوششونه کول نو بلخوا امريکې او برطانيې حکومتونو هم دې سلسله کښې په طالبانو فشار اچولې وو،ذرائع وائي چې څو ورځې مخکښې د قيديانو او يرغماليانو امورو لپاره د امريکني صدر خصوصي استازي اډم باولر او افغانستان لپاره پخوانې استازي زلمي خليلزاد کابل ته راغلي وو او اسلامي امارت واکمنو سره ئې ملاقاتونو دوران امريکني وګړې محمود شاه حبيبي د طالبانو د زندان نه آزادولو سره سره د برطانيې وګړو د رهائۍ معامله هم پورته کړي وه، افغان دولتي چارواکو امريکائي وفد ته وئيلي وو چې د امريکې وګړې محمود شاه حبيبي دوي سره قيد نه دے او د هغه په حواله هيڅ معلومات نه لرو، افغان نژاد امريکني وګړې حبيبي په ۲۰۲۲ کښې په کابل کښې د القاعده ډلې د مشر ايمن الظواهري باندې شوې ډرون حملې وروستو بے درکه شوېدے امريکه تور لګوي چې محمود شاه د طالبانو سره قيد دے ولې افغان دولت دغه تورونه رد کړيدي۔ د پيټررينالډ او باربارا رينالډ رهائۍ په داسې مهال هم شويده چې امريکني صدر ډونلډ ټرمپ دوه ورځې آګاهو لندن کښې د برطانيې د صدر اعظم سره ملاقات وروستو پريس کانفرنس ته وينا په مهال وئيلي دي چې باګرام ائيربيس بيرته اخستل غواړي خو افغان حکومتي چارواکي وائي چې امريکې له به اجازت ورنه کړو چې دوباره افغانستان ته راشي ۔

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *