تازه خبرونه

اسلام آباد کې ځانمرګي برید: دولس ۱۲ کسان شهیدان شوي

د پولیسو ترمخه نن د نهې په ورځ ۱۲نیمې بجې غرمه ، په پلازمینه اسلام آباد کې د ضلعي کچهرې سره زوروره چاودنه وشوه
نن په اسلام آباد کې یو ځانمرګي برید وشو، ۱۲ کسان شهیدان شول

د نړۍ بیله بیلو هیوادونو سعودي عربستان، قطر، ترکي او یورپین یونین پاکستان کې ځانمرګي بریدونه په سختو ټکو کې غندلي دي

اسلام آباد: نن د سه‌شنبې په غرمه د اسلام‌اباد د جي الېون سېکټر د ضلعي او سېشن کچهرې مخې ته یو زورور ځانمرګی برید وشو، چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان شهیدان او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.

د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو موټرسایکل سپور ځانمرګی بریدګر غوښتل د کچه‌ړۍ دننه ورننوځي، خو کله چې موقع ترلاسه نه کړه، د پولیس د موټر څنګ ته ورسېد او هلته یې ځان والوزاوه. د چاودنې له امله د پولیسو یو موټر او دوه شخصي وسایط وسوځېدل، او د بریدګر د بدن ټوټې د کچه‌ړۍ دننه ورغلې.

چاودنې په سیمه کې د سختې ویرې او ګډوډۍ فضا رامنځته کړه. امنیتي ځواکونه او د ژغورنې ډلې سمدستي موقعې ته ورسېدې او سیمه یې کلابنده کړه.

ټول ټپیان د پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل ساینسز (پمز) ته انتقال شوي، چیرې چې بیړنی حالت اعلان شوی دی. د روغتون سرچینو ویلي، چې د ټپیانو له ډلې یو شمېر کسان په نازک حالت کې دي، نو د مړینو شمېر ښايي زیات شي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي څرګندونې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د برید په اړه بیان کې ویلي دي چې نن ماسپښين ۱۲ بجې او ۳۹ دقیقې د ځانمرګي برید پېښه وشوه، چې له امله یې ۱۲ تنه شهیدان او ۲۷ ژوبل شول. ځانمرګی بریدګر غوښتل د کچه‌ړۍ دننه داخل شي، خو کله چې موقع ترلاسه نه کړه، د پولیس موټر ته ورنژدې شو او ځان یې والوزاوه، هغه زیاته کړه چې لومړیتوب به دا وي چې د ځانمرګي بریدګر هویت معلوم کړو، او د برید تر شا ملوث کسان به ژر بربنډ کړو. د وانا پرونۍ پېښه هم ورته ده، چیرې چې یو موټرسایکل سپور ځانمرګی بریدګر د انټري پوائنټ په سر چاودنه وکړه

نقوي وویل، چې په وانا برید کې هم افغانستان لاس لري، ځکه د برید تر شا اړیکې له افغانستانه فعالې وې

نور غبرګونونه

دفاع وزیر خواجه آصف او ولسمشر آصف علي زرداري دواړو دا پېښه “ځانمرګی برید” بللی او سخت غم یې څرګند کړی. ولسمشر په خپل ایکس   پوسټ کې د قربانیانو د کورنیو ته د زړه له کومي تسلیت ویلی، د ټپیانو د روغېدو دعا یې کړې، او د قانون‌پلي کوونکو ځواکونو زړورتیا یې وستایله

د سند د کورنیو چارو وزیر ضیاءالحق لانجړ هم دا برید وغنده او ویې وی ویل چې ځانمرګي بریدګر او ترهګر هیڅ دین نه لري، هغوی د انسانیت دښمنان دي.”

هغه زیاته کړه چې سند پولیس په لوړ خبرداري یعني های الرټ دي  او امر یې کړی چې د صوبې د ننوتلو او وتلو ځایونو، لویو لارو، او اړخیزو سړکونو امنیتي تلاشي او څارنه دې لا پسې ټینګه کړل شي

پلټنې روانې دي ، امنیتي چارواکو د پېښې ځای کلابند کړی او شواهد راټولوي. د پولیسو د سرچینو په وینا، لومړنۍ نښې ښيي چې دا برید د افغان طالبانو اړوند تندروه ډلې “الخوارج” له خوا ترسره شوی وي، خو رسمي تایید یې لا نه دی شوی، پلټنې روانې دي، او چارواکي وايي د برید تر شا د شبکې معلومول به د دوی تر ټولو مهم لومړیتوب وي.

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *