تازه خبرونه

،پاکستان بنګله ديش له په يولس رنز ماتې ورکړے او فائنل ته رسيدلې دے

بنګله ديش په وړاندې هم د پاکستان توپ وهونکي ناکامه شوي وو ، د ټورنمنټ فائنل به د اتوار په ورځ د پاکستان او هند ترمينځ وی
پاکستان او بنګله ديش ترمينځ خونده ور میچ ترسره شو او پاکستان ټیم بنګله دېش ټيم ته ماتې ورکړه

ايشيا ټی ټوئنټی کرکټ سیالۍ کې د بنګله ديش خلاف پاکستان کاميابي ترلاسه کړې

دوبئۍ کرکټ سټيډيم باندې شوي د سپرفور مرحلے په مهم ميچ کښې د بنګله دېش کپتان ذاکر علی ټاس ګټلی وو او اول ئې پاکستان له د بيټنګ بلنه ورکړې وه. د ټورنمنټ د نورو ميچونو په رنګ دې ميچ کښې هم د پاکستان بیټنګ لائن ناکامه شوې وو.او مقرره ۲۰ اورونو کښې پاکستان د اته لوبغاړو په آوټ کيدو  ۱۳۵ رنز جوړ کړي وو . د پاکستان لخوا  محمد حارث يو ديرش ، محمد نواز  پنځويشت ,سلمان آغا او شاهين آفريدی نولس نولس رنزونه جوړ کړی وو.فهيم اشرف څوارلس او فخر زمان ديارلس رنزونه جوړولو کښې بريالي شوي وو. د بنګله دېش له طرفه تسکين درې لوبغاړي آوټ کړي وو، رشاد حسین او مهدي حسن هم دوه دوه وکټې اخستې وې. مخالف ټيم د ۱۳۶ رنزونو هدف پورا کولو کښې پاتې راغلے وو او په مقرره ۲۰ اورونو کښې ئې د نهه لوبغاړو په نقصان ۱۲۴ رنز جوړ کړی وو. شاهين آفريدی او حارث رؤف درې درې وکټې اخستې وې او صائم ايوب هم د بنګله دېش دوه لوبغاړي آوټ کړې وو. شاهين شاه آفريدی د ميچ غوړه لوبغاړی ګرځولې شوي وو. په دې ميچ کښې د کاميابۍ نه پس پاکستاني ټيم هم فائنل ته کواليفائی کړيده او د اتوار په ورځ به د هند خلاف فائنل لوبوي. د ټورنمنټ په ګروپ او سپر فور مرحلے په ميچونو کښې هند پاکستان له شکست ورکړې وو

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *