تازه خبرونه

چترال کې وسله والو د پاکستان په امنیتي ځواک پوسته برید کړې، ۱۵ امینتي اهلکار شهیدان شوي

د پاکستان حکومت له لوري ناقانونه ګرځول شوې وسله والا ډله تحریک طالبان پاکستان ددې برید ذمه واري په سر اخستې ده او دا دعوی ی هم کړې ده چې ددوی ټول جنګیالي په بریالیتوب سره واپس راستانه شوي دي
د بریدونو وروسته ، په یاده سیمه کې سیکوریتي ځواکونو اپریشن کړې او په سیمه کې سخت امنیتي ګامونه اخستل شوي دي چې په سیمه کې د ترهګرۍ مخه ونیول شي

وسله‌والو پر پوستو درنو وسلو سره برید کړې دې او په ځینو ځایونو کې یې د پوستو لنډمهاله کنټرول هم ترلاسه کړی، د اوبو نظام یې ویجاړ کړي او نور سامانونه یې سوځولي دي: سرچینې

د خیبر پښتونخوا په لرې پرته او د سیلګرۍ په سیمه چترال کې یوه بده پيښه مخې ته راغلې ده او د سرحدي سیمه کې پر امنیتي پوستو باندې د تېر ماښام ناوخته بریدونه شوي.

راپورونه وایی چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. دغه بریدونه د جمعې او شنبې تر منځ شپه، د دروش تحصیل د لرې پرتو سیمو ارسون خوړ، ارسون کیمپ او ګهمبیر سر کې ترسره شوي دي.

سرچینې وايي چې وسله‌والو پر پوستو درنې وسلو سره برید کړې دې او په ځینو ځایونو کې یې د پوستو لنډمهاله کنټرول هم ترلاسه کړی، د اوبو نظام یې ویجاړ کړي او نور سامانونه یې سوځولي دي.

د پاکستان حکومت له لوري ناقانونه ګرځول شوې وسله والا ډله تحریک طالبان پاکستان ددې برید ذمه واري په سر اخستې ده او دا دعوی ی هم کړې ده چې ددوی ټول جنګیالي په بریالیتوب سره واپس راستانه شوي دي.

راپورونه وایی چې تر اوسه د امنیتي ادارو له لوري په رسمي توګه ددې برید تصدیق یا تردید نه دی شوی، خو ځايي سرچینې دغه بریدونه سخت او منظم ګڼي.

سرچینې وایی چې د بریدونو وروسته ، په یاده سیمه کې سیکوریتي ځواکونو اپریشن کړې او په سیمه کې سخت امنیتي ګامونه اخستل شوي دي چې په سیمه کې د ترهګرۍ مخه ونیول شي.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې هم د امریکا د پوځی مرکزي قوماندان کوریلا له لوري کانګرس ته په وینا کې د پاکستان ترهګرۍ په ضد ګامونه اخستل په ښه ټکو کې وستایل. نوموړي اوویل چې پاکستان د داعش خراسان جنګیالو په ضد ګامونه اخستلې دي کوم چې د ستایلو وړ دي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *