تازه خبرونه

پیښور کی سي ټي ډي غټ ترهګریز برید شنډ کړی ؛ ځانمرګی بریدګر او ملګری یې ووژل شوی, سې ټې دی

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د شنبې په ورځ د پېښور د شمشتو په کليواله سیمه کې عملیات وکړل، چې له امله یې یو لوی ترهګریز برید شنډ شو او دوه ترهګر، چې یو پکې ځانمرګی بریدګر و، ووژل شول.
د سي ټي ډي چارواکو دا بریالی عملیات د ادارې د چمتووالي او د ترهګرو پر ضد د ژور معلوماتو څرګندونه وبلله.

یو جګپوړي چارواکي وویل، "دا بریا زموږ د خلکو د ژوند او مال د ساتنې، او د خيبر پښتونخوا د سولې او امنیت لپاره د سي ټي ډي د نه ستړې کېدونکو هڅو یوه بیلګه ده

پېښور – 29جون،2025

د سرکاري سرچینو له مخې، سي ټي ډي ته د یوې باوري استخباراتي سرچینې له خوا خبر ورکړل شوی و، چې د فتنۀ الخوارج (FAK) نومې ناقانونه نړیوالې ترهګرې ډلې — چې له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړاو لري — مهم غړي د ارمارې په سیمه کې پټ دي او د پېښور ښار په یوه حساسه ودانۍ د برید پلان لري

د عملیاتو پر مهال د سي ټي ډي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ لنډ خو شدید ډزو تبادله وشوه، چې پکې دواړه ترهګر ووژل شول. امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی
په دی حقله ترهګرو ډلو له خوا کوم بیان نه دی جاری شوی
د خیبر پښتونخوا د ترهګرې د مخ نیوی محکمه وايي د وژل شوي یوه ترهګر پېژندګلو د منیر احمد زوی محمد ګل په نوم شوې ده، چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی و. د سي ټي ډي چارواکي وایي، نوموړی له نومبر 2024 راهیسې د دوی تر څار لاندې و او ګومان کېږي چې له خوست افغانستانه پاکستان ته د ځانمرګي برید لپاره راغلی و

سي ټي ډي زیاتوي چې منیر احمد د نومبر کال 2024 مخ د 23 نېټې، د ایف آی آر نمبر 161 لاندې د ترهګرۍ ضد قانون (ATA) مختلفو مادو له له مخې تورن شوی و، چې د سي ټي ډي پېښور تاڼې کې درج شوی وه

د وژل شوي بل ترهګر پېژندنه چې ویل کېږي د منیر احمد ملګری یا لارښوونکی و، لا هم روانه ده

له سیمې څخه ترلاسه شوي وسلې او چاودېدونکي توکي چی پکې یو سب مشین ګن (SMG) له مرمیو سره، یوه تمانچه او یوه ځانمرګي واسکټ شامل دي، د برید شدت ښيي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *