تازه خبرونه

پیښور کښې د پولیو کمپاین اهلکارو احتجاج کړې

د ضلع خیبر او پیښور ضلعې په سلګونو شمیر کښې ښځینه او نارینه د نړیوالې روغتیا ادارې دفتر مخې ته احتجاج وکړو
پیښور کښې د پولیو کمپاین اهلکارو احتجاج کړې

نن پیښور کښې د پولیو کمپاین په لسګونو ښځینه اهلکارې په دې سخته ګرمۍ کښې په احتجاج کښې ناستې وې

نن د ګل په ورځ د ضلع خیبر او د پېښورضلعو د پولیو کمپاین سپروائزرانو او کارکوونکو لخوا د خپلو غوښتنو په ملاتړ کښې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر مخې ته احتجاج وکړو

پولیو کمپاین اهلکارو اعلان وکړو چې له نن نه به د سرحدي سیمو روان پولیو کمپاین او د ماشومانو د حفاظتي واکسین پروګرام څخه په بشپړ ډول بایکاټ کوي

احتجاج کوونکو غوښتنه وکړه چې ډبلیو ایچ او او حکومت دې دوی سره د دایمي کار معاهده وکړی او ډي ډی آیم سسټم دوی ته د منلو نه دې او دا دوی رد کوي

دوی اوویل چې ډي ډي ایم سسټم دوی نه مني او دا سسټم به د رنځورو ماشومانو په صحت هم بده اغیزه وکړي

مظاهره کوونکي زیاتوي چې په تېرو اوو کلونو کښې د خیبر ضلعی نه یو هم د پولیو پېښه نه ده راپور شوې، چې دا د دوی د سختو هڅو نتیجه ده خو اوس د دوی د دې خدمتونو په پایله کښې ددوی نوکرۍ ته خطر راپیښ شوي دې او دوی ی مالي ستونزو سره هم مخ کړي دي

مظاهره کوونکو اوویل او ګواښ ی وکړو چې ترڅو ډي ډي ایم نه وي ختم شوې او سره د نوکرۍ نوې معاهده ترسره نه شوي، نو دوی به احتجاج ته دوام ورکړي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *