تازه خبرونه

په کرم کې د سولې تړون د ۸ میاشتو لپاره وغځول شو، دواړه لوري پر پخوانیو شرطونو یو ځل بیا سلا شول

پاک افغان بارډر سره څیرمه د کرم ضلع په تېرو وختونو کې د ځمکو او د تګ راتګ د لارو پر سر د شخړو له امله ډیره بده متاثره شوی ده
پاک افغان بارډر سره څیرمه د کرم ضلع کې له تیرو څو کالو راهسي د ځای خلکو ترمنځ شخړو له امله ناامني ده

تېر کال د ځمکو او لارو پر سر په کرم کی د ناامنې ستونزې رامنځته شوې وی چې د حل له پاره جرګه جوړه شوی وه

پاراچنار: د کرم ضلعې د اهل تشیع او اهل سنت مشرانو د ګډ اتفاق له لارې د سولې تړون د اتو میاشتو لپاره نور هم غځولی دی. د ضلعي محکمې او جرګې مشرانو ویلي چې د تړون ټول پخواني اصول به په هماغه ډول عملي کېږي. په دغو شرطونو کې اوربند، د لارې خلاصې  ساتل، ټولې شخړې د جرګې له لارې حل کول او په ټولنیزو رسنیو کې د کرکې خپرولو څخه ډډه کول شامل دي، دواړو خواوو یو ځل بیا د همدې نکاتو پر بشپړ عملي کېدو ټینګار کړی دی

کرم ضلع کې  په تېرو کلونو کې د ځایی اولس ترمنځ د ځمکو او د تګ راتګ د لارو پر سر د شخړو له امله له سختو ستونزو سره مخ شوي دي ،  ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ پورې تاوتریخوالی د سیمې پر اقتصادي او ټولنیز ژوند ژور اغېز کړی و، خو وروسته د امنیت د ښه کېدو او قبایلي جرګو د هڅو له امله حالات په تدریجي ډول ښه شول. سره له دې، ځینې مقامي اختلافونه لا هم د کړکېچ سبب کېدل

د کرم امن جرګې ګډون وال مشران

تېر کال یو ځل بیا د ځمکو او لارو پر سر ستونزې رامنځته شوې چې دې حالت د پراخې جرګې د جوړېدو اړتیا پیدا کړه. جرګې دواړه لوري د یو ګډ چوکاټ لاندې کېنول او د سولې د دوام لپاره یې اصول جوړ کړل چې اوس یې د غځولو پرېکړه شوې ده

د تړون له اعلان وروسته په پاراچنار، صده او لاندې کرم کې ورځنی ژوند عادي حالت ته راستنېږي. بازارونه بېرته رغېدلي، ښوونځي او روغتیایي مرکزونه په منظم ډول فعالیت کوي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې دا پرېکړه د ثبات لپاره مهم ګام دی او هیله لري چې د تړون پر دوامداره عملي کېدو سره به په سیمه کې دایمي سوله ټینګه شي

نورخبرونه:  ضلع کرم کې  د پاکستان په امنیتي ځواکونو ترهګریز برید شوې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *