تازه خبرونه

په وادي تیراه کې اپریشن:  ځایی اولس له تیراه کډه کول پیل کړي

پاک افغان بارډر سره څیرمه د ضلع خیبر په وادي تیراه کې ځایی مشرانو وسله والو سره یو شمیر جرګې وکړې خو تراوسه ی څه مثبته پایله نه ده ورکړې
وادي تیراه کې ناقانونه ګرځول شوې ډله ټي ټي پي په امنیتي ځواکونو بریدونو کې ککړه ده

په وادي تیراه کې د تیرکال په وروستیو کې په امنیتي ځواکونو خونړې پیښې شوي دي

پاک افغان بارډر سره څیرمه د ضلع خیبر په لرې پرته سیمه وادي تیراه  کې د ممکنه پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی روان دی او له سیمې څخه د ځايي کورنیو د کډوالۍ لړۍ دوام لري

د یادونې وړ ده چې په تیره وادي کې امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پرېکړه کړې ده.د انتظامیه ترمخه له وادي تیراه څخه به د ځایی خلکو کډه کیدل له نن ۱۰م د جنورۍ څخه په رسمي ډول پیل شي چې تر ۲۵مې نیتې پورې په دوام وکړي

د اړوند چارواکو ترمخه هغه کورنۍ چې له تیراه کډه شي او رجسټریشن ی هم وشی ،هغوی له به ایډوانس کې دوه نیم لکه روپۍ ورکړل شی او دې کورنیو ته به هرمیاشت د کور کرایه او نورو ضروریات پوره کولو لپاره پنځوس سره زره روپۍ هم ورکول کیږي

د ضلع خیبر د انتظامیې له مخې، په پایندي چینه سیمه کې د بې‌کوره شویو کورنیو لپاره د رجسټرېشن مرکز جوړ شوی، چېرې چې د اغېزمنو کورنیو نوملیکنه روانه ده.

چارواکي وایي تر دې مهاله شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ ثبت شوې دي، او د نادرا له تصدیق وروسته ۱۷۶ کورنیو ته د هرې کورنۍ په سر دوه نیم لکه (۲۵۰،۰۰۰) روپۍ مالي مرسته ورکړل شوې ده

د صوبایی حکومت بې کوره شویو کورنیو سره د مرستو اعلان ترمخه هغه کورنۍ چې کوری په بشپړه توګه د اپریشن پر مهال ویجاړ شی،هغوی ته به دیرش لکه روپۍ مرسته او که چیرې کورته ی کم زیان ورسي نو هغوی ته به لس لکه روپۍ مرسته ورکړل شي

په تیراه کې ولې اپریشن پریکړه شوې؟

دلته دا خبره مهمه ده چې په وادي تیراه کې د تیر کال ۲۰۲۵ په وروستیو میاشتو کې د  وسله والو له لوري په امنیتي ځواکونو بریدونه وشی، د ټولو خونړې برید په لسم اکتوبر ۲۰۲۵ د زیارت او جمعې شپې ترمنځ په امنیتي ځواکونو ترسره شو چې پکې تر ۱۱ سرتیري شهیدان شول

د معلوماتو له مخې دا بريد د حېدر کنډاو په پوسته باندې د  پنجشنبې او جمعې تر منځ شپه شوې وو . د سرچينو په وينا، وسلوالو د پوځ پر پوستې د درنو وسلو برید کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ سخته نښته وشوه. .

 سرچينو ویلي چې د بريد شدت دومره زیات و چې داسې ښکارېده لکه نږدې سل وسله وال د بريد برخه‌وال وي

دا هم باید یادونه وشی چې په وادي تیراه کې د ضلع خیبر قبایلي مشرانو یو شمیر جرګې هم شوي دي خو تراوسه دې جرګو له لارې په وادي تیراه کې امن نه دې باوري شوي او هم دا ی لامل دې چې امنتي ځواکونو په وادي تیراه کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو پر ضد د عملیاتو کولو پریکړه کړې ده

د امنیتي سرچینو ترمخه په وادي تیراه میدان او اړوند سیمو کې به د ترهګرو پر ضد اپریشن په دو میاشتو کې بشپړ شی او د روان کال په اپریل میاشت کې به د بې کوره شویو کورنیو خپلو کورونه ته واپس تلل پیل شي

نورخبرونه: په وادي تیراه کې د ترهګرو برید، اته د پوځ سرتیري شهیدان شوي

د امن لپاره جرګه:  خیبر مشرانو په تیراه کې وسله والو ډلو سره خبرې کړي

وادي تیراه کې تښتول شوې د امن لښکر رضاکار ق ت ل ش شوې

وادي تیراه کې د وسله والو پر ضد عملیات: صوبایی حکومت وسله والو سره د خبرو امکان رد کړې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *