تازه خبرونه

په غیرقانوني توګه پاکستان ته راتګ: سرحدي ځواکونو ۱۷۹ افغان وګړي نیولي

په بلوچستان کې د سرحدي عملیاتو پر مهال پاکستان ۱۷۹ افغانان هغه وخت ونیول شول چې په غیر قانونې ډول پاکستان ته راداخلیدل
په بلوچستان کې د سرحدي پولیسو او امنیتي ځواکونو ګزمه د غیرقانوني تګ راتګ او د انسان تېرونې مخنیوي لپاره ترسره کیږي

په نوکنډي او تفتان کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال غیرقانوني افغانانو په ضد عملیات شوي او دوی ونیول شول ترڅو دوی واپس افغانستان چارواکو ته وسپارل شي

 د پاکستان امنیتي ځواکونو د چاغي ولسوالۍ په نوکنډي او تفتان سیمو کې یو لوی استخباراتي عملیات ترسره کړی او ۱۷۹ افغانان یې ونیول چې د یو کم استعمالېدونکي سیمې  له لارې پاکستان ته په غیرقانوني توګه راننوتلي وو

 لوړپوړي امنیتي چارواکي وایي  چې د نیول شویو اکثریت ازبکان وو او د سفر قانوني اسناد ی  نه لرل،  هغوی اړوندو چارواکو ته د نورو قانوني چارو لپاره سپارل شوي دي

 امنیتي ځواکونه د افغان پولی سره نږدې ګزمې زیاتې کړي څو د غیرقانوني داخلیدلو او نورو غیرقانوني فعالیتونو څارنه وکړي

دا  ګرفتاری د تېرې اوونۍ په همدغه سیمه کې د یوې خواشینوونکې سړک پېښې وروسته شوې

په نوکنډي کې د یوې موټرې ټکر له امله د ۱۱ افغانانو ژوند د لاسه ورکړ او ۹ نور ټپیان شول.

راپورونه وايي، دغه کډوال د ایران له لارې اروپا ته د رسیدو هڅه کوله او د قاچاقچیانو  په مرسته یې د بهر هېوادونو سفر هڅی کولی

 سیمه‌ییزو چارواکو د مړو جسدونه  او ټپیان نږدې روغتونونو ته ورسول  مخکې له دې چې افغانستان ته وسپارل شي

دغه عملیات د پاکستان د چارواکو د هڅو یوه برخه ده ترڅو د غیرقانوني مهاجرت په زیاتېدونکي رجحان کنټرول ولري

Related Articles

د نيوکو سره سره اسلام‌اباد وايي، اصلي موخه د خبرو دوام او د تاوتريخوالي مخنيوی دی، نه ژر او ظاهري پايلې

April 22, 2026

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *