تازه خبرونه

په غزه کښې یو شمیر ماشومان له لوږې مړه شوي

په داسې وخت کښې چې په غزه کښې امنیتي وضع تراوسه خراب ده ایران او افغاستان غوښتنه کړې چې د اسلامي نړۍ هیوادونو غونډه دې را اوغوښتل شي
په غزه کښې یو شمیر ماشومان له لوږې مړه شوي

په داسې وخت کښې چې په غزه کښې له لوږي ۸۵ ماشومان مړه شوي ایران او افغانستان د اسلامي نړۍ د همکاریو تنظیم غونډه رابللو غوښتنه کړې ده

د فلسطیني په غزه کښې امنیتي وضع او انساني بحران

په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا بمبارۍ او بریدونه لا هم روان دي او د اسریلي ځواکونو بمبارۍ کښې ۷۱ نور فلسطی شهیدان شوي

د بمبارۍ سره سره د کلکې محاصرې، لوږې او د خوړو کمښت له امله تراوسه ۱۲۷ تنه فلسطینیان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې شهیدانو کښې ۸۵ ماشومان دي، چې دا د بشري ناورین ژوروالی څرګندوي

د نړیوالو راپورونو له مخې، د غزې روغتیايي مرکزونه ړېدلي، درمل، اوبه او خواړه ډېر کم دي، او حتی د نوو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره اړین تجهیزات هم نه شته

په داسې وخت کښې ایران او افغانستان غوښتي چې په غزه کې د ظلمونو پر ضد دې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه را اوبلل شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د افغانستان د اسلامي امارت سرپرست بهرنی وزیر امیر خان متقي ترمنځ د یکشنبې په ورځ تلیفوني خبرې شوې دي. دواړو چارواکو د غزې په سیمه کې د روان بشري ناورین، اسرائیلي بریدونو، او د فلسطینی ولس پر وړاندې د جنګي جنایتونو غندنه وکړه

د ایران د دولتي خبري آژانس له راپور سره سم، دواړو هېوادونو ټینګار وکړ چې اسلامي هېوادونه باید د یوې ګډې، مؤثرې، او منظمې تګلارې له لارې د غزې د خلکو ملاتړ وکړي، او دې موخې ته د رسېدو لپاره دې ژر تر ژره د اسلامي

نړۍ د همکاریو سازمان او آیی سي بیړنۍ غونډه را اوبلل شي

د دواړو هیوادونو مشرانو په غزه کښې له اسرایل لوري د جنګي جرمونو او او انسان وژنې په سختو ټکو کښې غندنه وکړه. دا غوښتنه ی هم وکړه چې د غزه ستونزې او انساني بحران په اړه باید اسلامي نړۍ یو فعال اسلامي غبرګون اوښایی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *