تازه خبرونه

پاکستان: د نړۍ غفلت د مقبوضه  کشمیر سوله له خطر سره مخ کړی

د پاکستان مرستیال صدراعظم اسحاق ډار خبرداری ورکړی چې د کشمیر پر شخړه د نړیوالې ټولنې غفلت د جنوبي اسیا ثبات زیانمنولی شي
د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار په اسلام‌اباد کې د یوې غونډې پر مهال وینا کړې ده

پاکستان تل له نړۍ او ملګرو ملتونو غوښتي چې د کشمیر شخړه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه هواره شي

اسلام‌اباد:  د پا کستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبرداری ورکړی چې د نړیوالې ټولنې له لوري د هند تر ناقانونه ولکې لاندې کشمیر    د وضعیت پر وړاندې دوامداره بې غوري د سیمې سوله او ثبات له جدي خطر سره مخ کولای شي.نوموړي دا څرګندونې په یوه لوړپوړي کنفرانس کې وکړې

اسحاق ډار وویل چې پاکستان د جنوبي اسیا د شخړو د حل لپاره سوله‌ ییز او ډیپلوماټیک لارې غوره ګڼي او نړیوالې ټولنې ته یې غږ وکړ چې د کشمیر موضوع جدي وپېژني، ځکه چې زیاتېدونکي فشارونه د نړیوال امنیت لپاره د خطر وړ  دي

ډار ټینګار وکړ چې جنوبي اسیا له ګڼو ننګونو سره مخ ده، لکه سېلاني فقر، د تعلیم کموالی، اقلیمي بدلون، د خوراک خوندیتوب بحران او طبیعي آفتونه چې حل یې د سیمه‌ییزو هېوادونو ګډو تلاشونو ته اړتیا لري

نوموړي زیاته کړه چې د اقلیمی بحران ورځ تر بلې سختېږي، او د تودوخې لوړوالی، ورښتونه، سېلابونه او نورې طبیعي پېښې د سیمې اقتصادونه زیانمنوي او د امنیتي خطرونو لړۍ لا پسې پراخوي

د پاکستان او هند اړیکو ته په اشارې سره، ډار وویل چې دواړه اټومي هېوادونه په تېرو کلونو کې څو ځل د سختې مقابلې تر سرحده رسېدلي دي. هغه د هند له لوري د اندس اوبو تړون یو اړخیز لغوه کول “ډېر خطرناک او غیر مسؤلانه اقدام” وباله او خبرداری یې ورکړ چې دا کار د سیمې د ثبات لپاره مهمې حقوقي او تخنیکي چوکاټونه له منځه وړي

ډار زیاته کړه چې جنوبي اسیا، چې د نړۍ له ګڼ مېشتو سیمو څخه ده، ګډ مسوولیت لري چې د پایدار پرمختګ، سیمه‌ییزې همکارۍ او نښلینو پروژو په لور کار وکړي. د هغه په وینا، باور، همکاري او ډیپلوماسي د سیمې د اوږدمهاله سوکالۍ یوازینۍ لارې دي

نورخبرونه: هند د پاکستان انساني مرستې وړونکې الوتکې ته اجازه نه ورکوي

پاکستان ستونزې د امن او خبرواترو له لارې هوارول غواړي: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت

  افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي: د پاکستان دفتر خارجه

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *