تازه خبرونه

پاکستان خلاف د هند جارحيت، په نړي واله سطح پاکستان مخالف بيانيه او د سازشونوکوششونه په ډاګه شوي

پاکستان خلاف د هند منفي پروپګنډا بيا د ناکامۍ سره مخ شوې
پاکستان خلاف مهم لپاره د هند د واکمنو نړي وال کوششونه

پاکستان خلاف بے بنياده پروپګنډا او هند واکمنو ناکامي

د هند لويو تجارتي ادارو امريکه کښې پاکستان مخالف هلې ځلې شورو کړې ولې د شرمناک ناکامۍ سره مخ شويدي

د هند حکمرانې ډلې بي جے پي بيانيه مخ په وړاندې بوتلو لپاره ميډيا چينل نيوز ايکس په خپل يو رپورټ کښې په پاکستان الزام لګولي وو چې د امريکني صدر ډونلډ ټرمپ ملاټر ترلاسه کولو لپاره پاکستان د مختلف کمپنو او فرمونو خدمات ترلاسه کړيدي ولې د هند اولس دغه رپورټ په مسترد کړې او دې کښې ئې هيڅ دلچسپې نه ده اخستے ۔ په لس ګهنټو کښې د نيوز ايکس دغه رپورټ ته صرف دوه سوه دريويشت ويوز ملاؤ شوي وو چې ترې ثابته شويده چې مودي انتظاميه او بي جے پي ته د خپل کور دننه هم څوک د قدر په نظر نه ګوري ۔ حالانکه حقيقت دا دے چې هند واکمن په خپله تير څو کالو راهسې امريکه کښې د پاکستان خلاف منفي پروپګنډې لپاره ګران او بااثر فرمونود لارې خپله پاليسي مخ په وړاندې بوځي ۔

امريکني حکومت هم د مودي ايجنډا بے پردې کړېده

د امريکې د انصاف محکمې د ريکارډ ترمخه د هند لويي تجارتي ادارے اډاني او ټاټا ګروپ په واشنګټن کښې د کرک لينډ& ايلکس او کيون ايمول فرمونو خدمات ترلاسه کړېدے چې اصل مقصد ئې د پاکستان مخالف بيانيه په نړۍ کښې خورول دي ۔ نړي وال ميډيا رپورټونو ترمخه دهند اډاني ګروپ د 265 ملين ډالر د بدعنوانې يو کيس هم د دباؤلو کوشش کړي وو ولې دې کښې کامياب شوي نه وو۔

پاکستان مخالف بيانيې لپاره د ميډيا استعمال

دا وړومبې ځل نه دے چې هند ميډيا د پاکستان خلاف بے بنياده او د دروغو پروپګنډې کوي بلکه دې نه مخکښې هم ميډيا چينلو د امريکې او نورو ملکونو سره د پاکستان تعلقات د خرابولو لپاره هر ممکن کوششونه کړيدي او پاکستان په نړۍ کښې يواځې کولو لپاره داسې رپورټونه او خبرونه خپاره کړيدي چې هغه حقيقت او زمکني حقائقو سره هيڅ سمون نه خوري او د دې ډس انفارميشن مقصد پاکستان ته په سفارتي کچ نقصان رسول اود مقبوضه کشمير بشمول د بهارت په نورو ښارونو کښې اقليتونو سره روان ظلمونو نه د نړۍ پام اړول دي ۔ په هر ډګر ناکامه کيدو باوجود هم هند واکمن د دې تيروتنو نه څه زده کړه نه کوي بلکه د پاکستان خلاف منفي پروپګنډې خو اوس د هند خپل اولس هم مني او دا د نريندر مودي ډرامه ګرځوي ۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *