تازه خبرونه

پاکستان او ایران د سیمې په روان وضعیت خبرې کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې
د پاکستان او ایران ترمنځ د اسلامي شریعت له لارې د ورورولې اړیکې دي او دواړه هیوادونو په سخت وخت کې د یو بل ملاتړ کوي

د پاکستان او ایران ترمنځ د اسلامي شریعت له لارې د ورورولې اړیکې دي او دواړه هیوادونو په سخت وخت کې د یو بل ملاتړ کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ترمنځ مهم ټیلیفوني تماس نیول شوی دی. د سرچینو ترمخه په دې تماس کې دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر سولې او ثبات، او په نړیوالو فورمونو کې پر ګډې همکارۍ خبرې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتونو کې د پاکستان اغېزمن او متوازن دریځ وستایه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او متقابل درناوي څرګنده نښه وبلله. په ورته وخت کې اسحاق ډار د پاکستان د بهرني سیاست پر بنسټیزو اصولو ټینګار وکړ، چې پکې د هېوادونو د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی، د کورنیو چارو په کې لاس نه وهل، د ترهګرۍ پر ضد څرګنده مبارزه، او د سیمې د سولې او ثبات لپاره ژمنتیا شامل دي

نوموړي وویل چې د پاکستان او ایران اړیکې پر تاریخي، کلتوري او مذهبي بنسټونو ولاړې دي، او اړتیا ده چې دا اړیکې په ټولو برخو کې لا پیاوړې شي. په خبرو کې دواړو لوریو د سیمې له ننګونو، په ځانګړي ډول د امنیتي مسایلو په برخه کې د نږدې همکارۍ پر دوام هوکړه وکړه او د ګډو ګټو د ساتنې ترڅنګ یې د دواړو ولسونو د سوکالۍ لپاره د اړیکو او مشورو د کچې پر لوړولو ټینګار وکړ

سیاسي او دفاعي شنونکي وایي، دا اړیکه په داسې وخت کې شوې چې سیمه له مهمو نړیوالو بدلونونو تېرېږي. د دوی په خبره، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د باور او همکارۍ دا څرګندونه د سیمې د ثبات لپاره یو مثبت ګام بلل کېږي او ښيي چې پاکستان او ایران غواړي په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي او د خپلو خلکو سوکالي تضمین کړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *