تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان یو بل ته نور رانزدې شول

د افغانستان پنجشیر ولایت او د پاکستان د سیلګرۍ سیمه چترال یو بل سره د لوی سړک په جوړولو رانښلول کیږي
پاکستان او افغانستان یو بل ته نور رانزدې شول

د پنجشیر د والي په وینا دې سړک په بشپړیدو سره د روان کال له پیل راهیسې د دې نویو لارو زرګونه کورني او بهرني سیلانیان دې ولایت ته راجلب کړي دي، او د شمېرو له مخې، له ۱۰۰ زره څخه ډېر سیلانیان پنجشیر ته داخل شوي دي

د بدخشان د زیباک ولسوالۍ له لارې د پنجشېر او ډیورنډ کرښې ترمنځ د ستراتیژیک سړک د جوړولو په بشپړېدو سره، دا ولایت د لومړي ځل لپاره د پاکستان د چترال سیمې سره وتړل شو.

د رسنیو راپور ترمخه د پنجشېر د ولایتي ادارې ویاند سیف الدین لیتون د دوشنبې په ورځ د جون په ۱۶مه په یو مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې دا لاره، چې ۱۹۴ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، د افغانستان یو له سختو غرنیو او سرحدي لارو څخه ګڼل کېده، چې اوس د ا.ا د هڅو او په پنجشېر کې د ملي دفاع وزارت د فوق العاده لوا د پرلپسې هڅو او د پنجشیر د والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم د فعالې رهبرۍ له امله بشپړه او د ګټې اخیستنې وړ ګرځېدلې ده

د رسنیو د راپور مطابق د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د دې پروژې د بشپړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ستراتیژیکو سړکونو په جوړولو سره به پنجشېر له اقتصادي انزوا څخه راووځي او په سیمه‌ییز سوداګریز څلور لارې به بدل شي. د هغه په وينا، نن پنجشېر له نورستان، تخار، بدخشان او په پای کې د پاکستان له چترال سره نښتې دې .

هغه زیاته کړه چې د دې سړک بشپړېدو نه یوازې د خلکو لپاره سوداګریزې لارې پرانیستې دي، بلکې پنجشېر یې په سیمه کې په یوه ستراتیژیک نقطه بدل کړی دی او ددې لوی سړک د بشپړیدو سره په ځایی اولس د روزګار فرصتونه په لاس راشي او د هیواد د اقتصادي په ګټه په تمام شي.

د پنجشېر والي یادونه وکړه چې د روان کال له پیل راهیسې د دې نویو لارو زرګونه کورني او بهرني سیلانیان دې ولایت ته راجلب کړي دي، او د شمېرو له مخې، له ۱۰۰ زره څخه ډېر سیلانیان پنجشیر ته داخل شوي دي.

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *