تازه خبرونه

پاک افغان پوله دې دوه اړخیز تجارت لپاره سمدستي پرانستل شي:د امن جرګې په اعلامیه کې غوښتنه

د خیبرپښتونخوا امن جرګه نن د وزیراعلی سهیل خان افریدي په مشرۍ کې ترسره شوه
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې امن جرګه داسې وخت کیږي چې د افغانستان سره سرحدونه تړل شوي دي

د خیبر پښتونخوا امن جرګې ګډون والو په صوبه کې ترهګري په سختو ټکو کې غندلې ده

 پیښور: نن د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په صوبایی اسمبلۍ غونډه کې د وزیراعلی خیبر پښتونخوا سهیل افریدي په مشرۍ کې د خیبر پښتونخوا امن  لویه جرګه وشوه، د امن دې جرګې ګډون والو په شریکه یوه اعلامیه خپره کړې دې چې پکې غوښتنه شوې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله دې په سمدستي ډول د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانستل شي

 د ترهګرۍ غندنه

د خیبر پښتونخوا امن جرګې په ګډه اعلامیه کې په صوبه کې د روانۍ ترهګرۍ په سختو ټکو کې غنده شوې ده او غوښتنه شوې چې  د ترهګرۍ د ختمولو لپاره دې صوبایي اسمبلۍ په اعتماد کې واخیستل شي او د قانون په چوکاټ کې دې موجود ټول وسایل وکارول شي

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د امن او امان په اړه د صوبایي اسمبلۍ متفقه پرېکړو ، قراردادونو باندې دې په بیړني توګه عمل وشی، د کورني امنیت مشري به د پولیسو او سی ټي ډي  په لاس کې وي ، په اعلامیه کې ویل شوي چې پولیس کولای شي د اړتیا په صورت کې د قانوني چوکاټ له مخې د نورو ادارو مرسته وغواړي

حکومتي مالي مرسته او د غیرقانوني پیسو اخستلو مخنیوې

حکومت به د امن او امان د خراب وضعیت له امله پولیسو او سي ټي ډي ته ځانګړې مالي مرسته ورکوي، د باج اخستنې او غیرقانوني محصولاتو د ختمولو لپاره دې یوه ګډه او منظمه تګلاره جوړه شي

د معدنیاتو غیرقانوني استخرا په اړه په اعلامیه کې ویل شوي چې په ناارامه سیمو کې  دې د معدنیاتو غیرقانوني ایستلو ته د پای ټکی کښېښودل شي،  صوبې ته دې د امنیتي ادارو د روانو عملیاتو او قانوني بنسټونو په اړه د ټاکلې مودې دننه “ان کیمره” بریفنګ ورکړل شي،  د صوبایي کچې د امن فورمونه دې جوړ شي چې ډېری غړي یې غیر دولتي کسان وي.

د ښارونو په کچه دې د پولیسو، کنټونمنټ او بلدیاتي ادارو ترمنځ د همغږۍ لپاره د چیک پوسټونو د کمولو یا ختمولو پلانونه جوړ شي او د  مقامي حکومتونو د ثبات او مالي خوندیتوب لپاره دې آئیني ترمیم وشي،  د صوبایي فنانس کمیشن دې د ملي فنانس کمیشن   سره وتړل شي.

 د امن جرګه وړاندیز کوي چې صوبایي حکومت او اسمبلي دې د صوبې لپاره یو جامع “صوبایي ایکشن پلان” ترتیب کړي، د پاک-افغان پوله دې سمدستي د سوداګرۍ لپاره پرانستل شي. او د  پاک-افغان خارجه پالیسۍ کې دې وفاقي حکومت له صوبایي حکومت سره مشوره وکړي.

  د پاک-افغان شخړو د حل لپاره دې په ځانګړې توګه ډیپلوماسي او ډایلاګ ته پاملرنه وشی، امن جرګه سپارښتنه کوي چې د وفاقي او صوبایي حکومتونو ترمنځ تاوتریخوالی او اختلافات دې کم کړل شي او د مشترکه مفاداتو شورا غونډه دې د آئیني مودې ترمخه راوغوښتل شي

نورخبرونه: د پاکستان او افغانستان امن خبرو ملاتړي یو: وزیراعلی سهیل افریدي

Related Articles

د طالبانو بیانونه د داخلي ناکامیو نه د پام اړولو هڅه ده، د پاکستان ضد دریځ د سیمې سولې ته زیان رسوي

April 23, 2026

جعلي پلېټفارم دروغ خبر خپور کړی، د ولسمشر د ناروغۍ او د پوځ د فشار دعوه شوې

April 23, 2026

د ډیورنډ کرښې په اړه د افغان مشرانو په دودیز دریځ کې لوی بدلون راغلی؛ د سختدریځو له مخالفت سره سره دوستم، محمد محقق او د هزاره ټولنې ځینو برخو سرحد د نړیوال واقعیت په توګه منلی دی

April 23, 2026

دومې ادعا ناسمه ده؛ پاکستان اقتصاد وده کړې، پانګونه ۲۰٪ لوړه شوې او ترسیلات ۳۵ میلیارده ډالرو ریکارډ ته رسېدلي دي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *