تازه خبرونه

ورلډبنک په پاکستان کښې د 40 ارب ډالر سرمايه کاري کولو فيصله کړېده

پاکستان کښې د نړي وال بنک د اربونو ډالر سرمايه کاري په سفارتي کچ د بهارت بله ماتې ده
د پاکستان د معيشت د پرمختګ لپاره مهم خبر،د ورلډبنک لس کلن سرمايه کارۍ حکمت عملي جاري

د خزانې وزارت دستاويزاتو ترمخه ورلډ بنک د کنټري پارټنرشپ فريم ورک (CPF) لاندې راتلونکې لس کالو پورې په پاکستان کښې د څلويښت بلين ډالر سرمايه کاري کوي ۔چې ورسره د پاکستان معيشت ترقې ته به نوره هم وده ملاؤ شي ۔ دا وړومبې ځل دے چې نړي وال بنک پاکستان کښې د سرمايه کاري حکمت عملې لس کاله پورې سيوا کړيده او د پاکستان ترقي لپاره د اوږدې مودې د مرستو د عزم اشاره ئې ورکړيده ۔ په ابتدائي توګه به پاکستان ته د ورلډ بنک له طرفه شل ارب ډالرقرض ملاويږي او دا رقم به د تعليم،صحت شعبو پرمختګ او موسمياتي بدلون مخ نيوي په پروګرامونوخرچ کولې شي ۔ معاشي ماهرينود پاکستان خلاف بهارتي جارحيت او په خصوصي توګه پاکستان په نړي واله سطح يواځې کولو لپاره د بهارتي حکومت کوششونو باوجود نړي وال بنک او نور نړي وال مالياتي ادارو لخوا د پاکستان په مختلف شعبو کښې سرمايه کاري په سفارتي کچ د پاکستان مهمه کاميابي ګرځولي ده۔ دې نه مخکښې بهارتي حکومت پاکستان ته د آئي ايم ايف د قرض پروګرام دوئم قسط جاري کولو کښې هم رکاؤټونه اچولو کوشش کړې وو ولې د ناکامې سره مخ شوي وو۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *