تازه خبرونه

هند له مو داسې جواب ورکړېدے چې آئنده به د حملې جرآت هم ونه کړي،اسحاق ډار

افغانستان نه د 40 زره طالبانو پاکستان کښې آبادول ملک کښې د بدامنې لويه وجه ده،خارجه وزير
هند له مو داسې جواب ورکړېدے چې آئنده به د حملې جرآت هم ونه کړي،اسحاق ډار

افغانستان نه د ترهه ګرو منتقلي د بدامنۍ لويه وجه ده، اسحاق ډار

وزير خارجه اسحاق ډار نيويارک کښې پاکستاني کميونټي ته وينا په وخت وئيلي دي چې د پاکستان او امريکې تعلقات نهه کاله پس بيا د ښه والي په طرف روان دے، واشنګټن کښې مې خپل امريکائي هم منصب روبيو سره ګټه ور ملاقات شوېدے امريکه هم پاکستان سره اړيکې پراخه کول غواړي ۔ اسحاق ډار وائي چې ن ليګ حکومت کښې ملک ډيفالټ کيدو نه بچ کړي شوېدے او معيشت يو وارې د پرمختګ په لور روان شوېدے د امريکې او پاکستان ترمينځ به هم تجارتي معاهده وشي چې فائده به د دواړو ملکونو اولس ته اورسي ۔

معرکه حق آپريشن د هندواکمنو خوبونه حرام کړيدي

خارجه وزير خپل تقرير کښې پاکستان خلاف د هند جارحيت او د هغې وروستو پيدا شوي صورتحال باندې هم رڼا اچولي ده وئيلي ئي دي چې نريندر مودي د پهلګام ډرامه پاکستان په نړۍ کښې يواځې کولو لپاره شورو کړي وه،د حملو ذمه وار ئې بغير د څه تحقيق پاکستان وګرځوؤ وزيراعظم شهباز شريف د پهلګام پيښې نړي وال تحقيقاتو وړانديز هم کړې وو خو هند مثبت جواب نه وو ورکړې او په پاکستان ئې حملې وکړې خو پاک فضائيه د موثره جوابي وار او د رافيل بشمول نورې الوتکې راغورځولو سره د هند د واکمنو ټول غرور خاورې کړې وو، اسحاق ډار وائي چې هند د سند طاس معاهده معطل کړه او په ردعمل کښې پاکستان بهارتي الوتکو لپاره فضائي حدود بند کړل او په نړي وال کچ مو د پاکستان خلاف د نريندر مودي منفي او د دروغو پروپګنډا په ډاګه کړه ۔ خارجه وزير ووئيل چې هند به دوباره په پاکستان د حملو غلطي بيا نه کوي که څه قسمه جارحيت ئې وکړو نو د معرکه حق آپريشن نه به ورته هم سخت جواب ملاؤ شي ۔

ترهه ګرۍ لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي

ملک کښې روان بدامنۍ او افغان حکومت سره اړيکو په حواله اسحاق ډار ووئيل چې د نواز شريف حکومت کښې بدامني تر ډير حده کم کړي شوي وه وروستو راغلې پي ټي آئي حکومت د غلطو پاليسو لوجې د ترهه ګرۍ دا ناسور ملک کښې بيا سيوا شوي وو،پي ټي آئي حکومت په جيلونو کښې بند ترهه ګر آزاد کړل د افغانستان نه ئې طالبانو له د واپسۍ لار وکړه او خواؤ شا څلويښت زره ترهه ګر ئې بيا آباد کړل چې لوجې ئې نن سبا بدامني ملک کښې سيوا شويده، خارجه وزير زياته کړه چې افغانستان سره تعلق ښه کولو لپاره مونږ دوه کاله محنت کړېدے اوس د دواړو هيوادونو اړيکې ښه والي په طرف روان شويدي خو د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعماليږي او پاکستان دا معامله د افغان دولت سره پورته کړيده طمع ترې لرو چې اسلامي امارت به د پاکستان تحفظات ختم کړي او په پاکستان د حملو مخ نيوي لپاره به فوري اقدامات پورته کړي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *