تازه خبرونه

هند جارحيت خلاف د پاکستان سفارتي مشن،امريکني کانګرس ممبرانو سره د بلاول ملاقاتونه

د کشمير مسئلې د حل نه بغير سيمه کښې امن نشي راتلې،هند د پاکستان اوبه نشي بندولې،بلاول
اکستان پارليماني وفد دوره امريکه او مهم ملاقاتونه

هند لخوا د پاکستان اوبه بندول به خطرناک نتائج رامخې ته کړي،بلاول

د پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري په مشرۍ کښې د پاکستان پارليماني وفد واشنګټن کښې امهم ملاقاتونه کړيدي ۔ پاکستاني وفد کانګرس لپاره د خارجه امورو د کميټۍ د ممبرانو او نورو سنيټرانو سره ليده کاته کړيدي ، دې ملاقاتونو کښې د پاکستان او امريکې تعلقات،د سيمې صورتحال او په خصوصي توګه پاکستان هند تاؤ تريخوالي په معاملو خبرې شويدي ۔ بلاول بهټو زرداري د امريکې سنيټران د جنوبي ايشيا د صورتحال نه خبر کړيدي او د هندوستان او پاکستان ترمينځ جهګړه ختمولو کښې ئې د صدر ډونلډټرمپ،نائب صدر او خارجه وزير د کوششونو ستائينه کړيده ۔ ملاقاتونو په وخت پاکستاني وفد امريکني چارواکو د پاکستان خلاف د نريندر مودي رويې او د پهلګام پيښې نه پس پيدا شوي صورتحال باندې تفصيلي بريفنګ ورکړېدے ۔ وفد د جنګ بندۍ باوجود د هند د وزيرانو لخوا د پاکستان خلاف منفي پروپګنډا او د تاؤ تريخوالي سبب ګرځيدونکي بيانونو باندې د تشويش او افسوس اظهار کړېدے او وئيلي ئي دي چې د بهارتي حکومت پاليسي د منطقې امن خرابول دي ۔ بلاول بهټو زرداري د کانګرس ممبرانو نه مطالبه کړيده چې د هند لخوا په يک طرفه توګه سند طاس معاهده معطل کولو نوټس دې واخلي او د کشمير کشالې د پائيدار حل لپاره دې دا مسئله د متحده قامونو د قراردادونو مطابق حل کيدو لپاره په هند حکومت دباؤ واچوي ۔خارجه وزارت د هند جارحيت خلاف سفارتي مشن دوران د وزيراعظم شهباز شريف خصوصي معاون طارق فاطمي د روس د دورې او ملاقاتونو تفصيلات جاري کړيدي ۔ خارجه دفتر بيان ترمخه طارق فاطمي ماسکو کښې د روس خارجه وزير سرګې لاروف او د خارجه پاليسۍ لپاره د صدر مشير يوري اوشاکوف سره ملاقاتونه کړي وو۔ دې ملاقاتونو دوران هندوستاني جارحيت نه د روس حکومتي چارواکي خبر کړي شوي وو،د پاکستان او روس تعلقاتو پراختيا او توانائۍ شعبو کښې تعاون په معاملو هم دې ملاقاتونو دوران خبرې شوې وې ۔

Related Articles

چین د امریکا له لوري د ایران د بار وړونکي بېړۍ “ایم وي توسکا” د نیولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ روان مذاکرات حساس پړاو ته رسېدلي دي

April 20, 2026

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په اسانولو کې د پاکستان رغنده رول ستایلی او د هغه ډیپلوماټیکې هڅې یې وستایلې دي

April 20, 2026

امریکايي مجلې “دی هِل” کې د برهما چلاني مقاله د حقایقو د تحریف هڅه بلل شوې ده. کارپوهانو د “نیوکلیر اسلامزم” بیانیه او د اټومي نه خپرېدو په اړه د لوېدیځ دوه ګونی معیار رد کړی دی

April 20, 2026

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پاکستان د ډیپلوماټیک بهیر یوازینی رسمي منځګړی بللی او په سیمه کې یې د اسلام‌آباد مهم رول تایید کړی دی

April 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *