تازه خبرونه

هند او افغان طالبانو تجارتي اړیکې: د کابل او امرتسر ترمنځ نیغ په نیغه الوتنې پیلیږي

د هند یو مشهور سیکهه سوداګر او په پارلمان کې د هند پنجاب استازې ویکرم جیت سینګهه او متقي ترمنځ مهمه لیدنه شوې ده
هند ته د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي، سفارتي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم پرمختګ ګنړل کیږي

د هند په پارلمان کې د پنجاب استازې ویکرم افغان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د کابل او نوي دیلي د سوداګرۍ اړیکو د پیاوړې کولو په اړه مهمې خبرې او ژمنې کړي دي

د افغان طالبانو عبوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ کې د افغان پلاوي هند ته د سفر په مهال مهم پرمختګونه لیدل شوي دي.

د هند مشهور سوداګر او په پارلمان کې د پنجاب استازي، وېکرم جیت سېنګ چې له متقي سره یوځای یې خبریالانو سره خبرې کولې رسنیو ته اوویل چې  له افغانستان څخه به هند ته د وچې مېوې، تازه مېوې او نورو تجارتي  توکو د لېږد او له هند څخه به  افغانستان ته د درملو استولو  لپاره به له امرتسره کابل ته مستقیمې الوتنې پیل شي .

هغه زیاته کړه  چې دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د ځمکې له لارې پر اتاري او واګه بندرونو د افغانستان له لوري د موټرو تګ راتګ ستونزمن وي زیاته ی کړه چې  وخت ناوخته د پاکستان له لوري ستونزې رامنځته کیږي نو ځکه د هوا له لارې د دغو توکو د لېږد پرېکړه شوې ده

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورای څخه په سفر د بندیز لرې کولو وروسته امیرخان متقي خپل لومړې سفر هند ته وکړو ،په هند کې ی هندي لوړپوړه هندي چاوراکو سره مهمې لیدنې وکړي، په سیاسي، تجارتي اړیکو پیاوړي کولو په اړه ژمنې وشوې.

نورخبرونه

هند غواړي د افغان طالبانو حکومت د پاکستان پر ضد وکاروي

د متقي هند ته سفر :د عقیدې او سیاست یو نوې پیل

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *