تازه خبرونه

روسیې د افغان-تاجک سرحد پر کشیدګۍ او وسله والو نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د روس د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو د افغانستان او تاجکستان پر سرحد د وسله والو نښتو او تیریو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د CSTO په چوکاټ کې د سرحدي ثبات پروګرام تایید کړ
د انټرفیکس خبري اژانس سره په خبرو کې یې څرګنده کړه چې پر سرحد غیرقانوني تیریو هڅې بیا بیا کېږي، چې ځینې ځایونو کې وسله والې نښتې هم رامنځته شوې دي

د انټرفیکس خبري اژانس سره په خبرو کې یې څرګنده کړه چې پر سرحد غیرقانوني تیریو هڅې بیا بیا کېږي، چې ځینې ځایونو کې وسله والې نښتې هم رامنځته شوې دي

د روس د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو د افغانستان او تاجکستان پر سرحد د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وویل چې په دې سیمه کې د امنیت وضعیت لا هم کشیدګۍ ډک دی. د انټرفیکس خبري اژانس سره په خبرو کې یې څرګنده کړه چې پر سرحد غیرقانوني تیریو هڅې بیا بیا کېږي، چې ځینې ځایونو کې وسله والې نښتې هم رامنځته شوې دي.

د روس امنیتي پلان
شوئیګو وویل چې د ترهګرۍ مخنیوی او د نشه يي توکو قاچاق ضد اقدامات د CSTO د لومړیتوبونو له ډلې دي. هغه څرګنده کړه چې د افغانستان-تاجکستان سرحد خوندي کولو او پیاوړی کولو لپاره د سازمان ځانګړی پروګرام په بشپړه توګه پلي کېږي.

د منځنۍ اسیا د امنیت غونډه
روسي چارواکي زیاته کړه چې د سیمه ییزو امنیتي ستونزو، په ځانګړي ډول د افغانستان او منځنۍ اسیا وضعیت د څېړلو لپاره د روان کال په پای کې یوه مهمه ګډه ناسته پلان شوې، چې په کې د CSTO، CIS او د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) استازي ګډون کوي څو ګډه ستراتیژي جوړه شي.

سیمه ییزې ستونزې او امنیتي ګواښونه
وروستیو میاشتو کې د پاکستان-تاجکستان پر سرحد د ترهګریزو بریدونو او غیرقانوني دراندازیو پېښو کې بې ساري زیاتوالی راغلی، چې له امله یې ګڼ امنیتي پرسونل او ملکي وګړي وژل شوي. روس دا زیاتي خطرونه د سیمې د عمومي امن لپاره جدي ګواښ ګڼي او له همدې امله ماسکو د دې سرحدونو څارنه سخته کړې او د متحدینو سره د دفاعي چوکاټ پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *