تازه خبرونه

داعش په ضد مبارزه،روس د افغان دولت سره مرستو لپاره تيار دې، ضمير کابلوف

افغانستان کښې ترهه ګر ډلې د امريکې او ناټو موجودګۍ په مهال منظم شوي وې،ضميرکابلوف
روس حکومت د افغانستان سره اړيکې ښه کول غواړي،روس استازې ضميرکابلوف

امريکه دې د افغانستان کنګل شتمنۍ آزادې کړي،کابلوف

افغانستان لپاره د روس خصوصي استازي ضمير کابلوف يوې خبرې ادارے سره مرکې په مهال افغان طالبان د ترهه ګرۍ په ضد جهګړه کښې د روس مهم شراکت دار بللي دے ۔ ضمير کابلوف وائي چې اسلامي امارت د ترهه ګر ډلو خلاف موثره اقدامات کوي روس له پکار دي چې د ترهه ګرۍ د خطرو د مکمل خاتمې لپاره اسلامي امارت سره پوځي مرستې وکړي ۔

د يوې پوښتنې په جواب کښې د روس استازي ووئيل چې افغانستان کښې ترهه ګر ډير وخت راهسې خوندي ټهکانې لري،دا ترهه ګر د امريکې افغان جنګ دوران د يو منظم پروګرام مطابق دلته ځائې کړي شوي وو افغان اسلامي امارت د دې ذمه وار ګڼل نه دي پکار ۔

ضمير کابلوف زياته کړه چې کمزورې معيشت د افغانستان اهمه مسئله ده د افغانانو ستونزې د کانفرنسونواو اجلاسونو د لارې نه حل کيږي چې ترڅو امريکې د افغانستان کنګل کړي شوي ټولې شتمنۍ آزاد کړي نه وي دا ستونزې نه هواريږي بايد چې سوئس بانک کښې جمع شوي د افغانستان ۲.۵ میلیارده ډالر دې اسلامي امارت ته وسپارلې شي ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *