تازه خبرونه

د پیښور  ترهګرۍ ضد  محکمې د داعش نیول شوی غړی د پنځه ورځني جسماني ریمانډ لپاره سي‌ټي‌ډي ته سپارلې

قاضي فرید خان عليزئی د ترهګریزو پېښو په تړاو د نیول شوي داعش غړي څخه د لا پلټنو لپاره د ملزم د جسماني ریمانډ غوښتنه ومنله
په پیښور کې د ترهګرۍ د مخیوي ځانګړې محکمی ته د ناقاونه ګرځول شوي تنظیم داعش نیول شوی غړی د پلټنو لپاره وړاندې کړی شوی

د تفتیشي افسر په وینا،د داعش ډلې سره تړاو لرونکې ملزم پرون نیول شوی او د هغه څخه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره لا پراخو پلټنو ته اړتیا ده

پیښور :  د پیښور  ترهګرۍ  ضد   ځانګړې محکمې   ته د  ناقانونه ګرځول شوي تنظیم داعش  یو نیول شوی غړی وړاندې شو، چې وروسته عدالت هغه د پنځه ورځو جسماني ریمانډ لپاره کاونټر ټیررازم ډیپارټمنټ ته د سپارلو سپارښتنه وکړه   

د   ترهګرۍ  ضد محکمې قاضي فرید خان عليزئی د قضیې اورېدنه وکړه. د سي‌ټي‌ډي تفتیشي افسر محکمې ته وویل چې نیول شوی ملزم طفیل د داعش له ناقاونه ګرځول شوې تنظیم سره تړاو لري او په پيښور او نورو سیمو کې په بېلابېلو ترهګریزو پېښو کې ښکېل پاتې شوی دی

د تفتیشي افسر په وینا، ملزم پرون نیول شوی او د هغه څخه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره لا پراخو پلټنو ته اړتیا ده. نوموړي محکمې ته استدعا وکړه چې ملزم دې د جسماني ریمانډ لپاره سي‌ټي‌ډي ته وسپارل شي

محکمې د سي‌ټي‌ډي غوښتنه ومنله او ملزم یې د پنځه ورځني جسماني ریمانډ لپاره د پلټنو ادارې ته وسپاره

پاکستان استخباراتي ادارو په وروستو کی د ناقاونه ګرځول شوی تنظیم ویاند سلطان عزيز اعزام هم ګرفتار کړی وو او دا ی یوه لویه کامیابي بللی وه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *