تازه خبرونه

د پوتین هند ته سفر: د امریکا او روسیې ترمنځ د مودي د توازن لپاره نوې ازموینه

د واشنګټن د زیاتېدونکي فشار او ماسکو د اوږدمهاله نفوذ ترمنځ، د پوتین نوې دوره هند ته مودي د ستراتیژیک خپلواکۍ په سخت امتحان کې دروي
ولادیمیر پوتین د یوې هندي رسنۍ سره د مرکې پر مهال د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي

په داسې وخت کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي سیمو کې امنیتي وضع خرابه ده او ترهګریز بریدونه زیات شوي ، د روس صدر پوتین د هند په دوره تللې دې

 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له څلورو کلونو وروسته هند ته مهم سفر کړی ، په داسې حال کې چې د امریکا له لوري فشارونه او د روسیې له اړخه اوږدمهاله نفوذ په یو وخت د هند پر بهرني سیاست دروند بار اچوي. د پوتین دا سفر د  هند صدر اعظم  نریندرا مودي لپاره یو حساس دیپلوماتیک پړاو ګڼل کېږي، ځکه نوموړی هڅه کوي چې د واشنګټن او ماسکو ترمنځ خپل اعلان شوی سټراتیجیکی استقلال وساتي.

پوتین او مودي به ځانګړې ماښامنۍ، د حیدرآباد هاوس لوړ پوړي ملاقاتونه، د دفاعي همکارۍ بیا کتنه، او د سوداګرۍ پر موضوعاتو خبرې وکړي. خو اصلي پوښتنه دا ده چې هند به څنګه د دغو دوو سترو  قوتونو ترمنځ خپل توازن وساتي

د پوتین سفر مودي ولې د ستراتیژیک خپلواکۍ په امتحان کې ږدي؟

له اوکراین جګړې وروسته، هند هڅه کړې چې د دوو بلاکونو ترمنځ منځنۍ لاره خپله کړي، له روسیې ارزانه تېل اخیستل، او له بلې خوا امریکایي فشار ته په احتیاط ځواب ویل. خو تازه وضعیت دا توازن ګډوډ کړی دی

د ډونالډ ټرمپ تر مشرتابه لاندې امریکا پر هندي توکو درانه ټرفونه لګولي، او د روسي شرکتونو سره په سوداګرۍ بندیزونو ګواښ کوي. له همدې امله د هند د روسیې څخه د تېلو واردات په چټکۍ کم شوي او تصفیې کوونکي شرکتونه بېرته منځني ختیځ ته مخه کوي

امریکایي فشار زیات شوی — هند له روسیې لرې کېږي؟

دا بدلون پوښتنې راپورته کوي چې هند ایا د امریکا تر فشار لاندې په خاموشۍ د ماسکو له لوري خپل قدم شاته کوي؟ حتی په دفاعي برخه کې چې روسیه د هند تر ټولو لوی سپلایر پاتې شوې، واشنګټن هڅه کوي چې نوی ډېلی له روسي وسلو لرې کړي.

هند به توازن وساتي که بیا تنظیم ته اړ کېږي؟

د پوتین سفر به دا ټکي روښانه کړي چې ایا مودي لا هم د ستراتیژیک خپلواکۍ دعوه کولی شي او که هند ورو ورو د امریکا د فشار لاندې د خپل پخواني مسیر بدلولو ته روان دی.

که څه هم د لیدنې د ښکلا لپاره هر څه چمتو شوي، خو دیپلوماتيکه مسئله ډېره ژوره ده—هند به څومره کولی شي چې دواړه اړخونه په یوه وخت خوشاله وساتي، پرته له دې چې په نړیوال ډګر کې متردد او بې‌ثباته ښکاره شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *