تازه خبرونه

د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار له سعودي وزیرخارجه سره په مهمو موضوعاتو خبرې کړي

د پاکستان نایب وزیراعظم او وزیرخارجه اسحاق ډار سعودي وزیر خارجه سره په ټیلیفون خبرې کړي او دواړو لوري ژمنه کړي چې دوی به اړیکې نورې هم پیاوړې کوي
د پاکستان او سعودي عربستان مسلمان ګاونډي هیوادونو لوړپوړه چارواکو یوبل سره د اړیکې په پیاوړي کولو او یوبل ته نور رانزدې کیدو باندې ټینګار کړې

سعودي عربستان او پاکستان په دې وروستیو کې لوی دفاعي تړون کړې چې د پاکستان او سعودي عربستان د دښمنانو خوبونه ی تښتولي دي

د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر  سنیټر اسحاق ډار   پرون شپه ناوخته د سعودي عرب د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره ټیلیفوني خبرې وکړې او په یو شمیر مهمو موضوعاتو ی ورسره خبرې کړي دي

 د خبرو پر مهال دواړو مشرانو د خپلو پخوانیو مذاکراتو پر بنسټ د سیمې تازه حالاتو، په ځانګړي ډول د غزه او فلسطین وسنۍ وضعیت وڅېړه او یو بل سره ی په دې موضوع بشپړ نظر او معلومات شریک کړل

  دواړو لورو د سیمې د ثبات او سولې لپاره د ګډ ژمنتیا ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه چې د متقابلو ګټو په موضوعاتو کې به نږدې اړیکې وساتي او همغږي به جاري وساتي چې د دواړو اسلامي هیوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې شی

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې په سپتمبر میاشت کې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د تاریخ یوه لویه دفاعي تړون لاسلیک شو، د تړون ترمخه په هر یو ملګري هیواد برید به په بل ملګري برید ګنړل کیږي او دې برید ته به په شریکه ځواب ویل کیږي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *