تازه خبرونه

د هند په پټنه کې د مسلمانی ښځینه ډاکټرې حجاب په زور لرې کولو پر ضد مقدمه درج شوی

هند پټنه کې ښځې سره د راپیښې شوې پیښې په اړه د بشري حقونو سازمانونه او سیاسي مشران دا پېښه د ښځو د عزت، پېژند او مذهبي ازادۍ پر وړاندې جدي سرغړونه بولي
د هند په پټنه کې د یوې غونډې پر مهال امنیتي کسان ولاړ دي، وروسته له هغې چې د یوې مسلمانې ښځینه ډاکټر د نقاب د زور له لارې لرې کولو پېښه راپورته شوه

د هند په پټنه ایالت کې یوې ښځینه سره شوې دا پیښه د ښځو سره د جنسي زورنې یوه بده پیښه بللې او دا ی غندلې ده

 په  هند پټنه کې د یوې رسمي غونډې پر مهال د یوې مسلمانی ښځینه ډاکټری حجاب د زور له لارې لرې کولو له  پېښې وروسته مقدمه درج شوې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د سماجوادي ګوند مشره سمیه رانا د بهار د وزیراعلا نتیش کمار پر ضد په لکنهو کې قانوني دعوه ثبت کړې ده

د بشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل انډیا د دې پېښې په کلکه غندنه کړې او ویلي یې دي چې د هر دولتي یا عامه چارواکي له‌خوا د یوې ښځې حجاب یا نقاب په زور لرې کول د هغې د عزت، هویت او شخصي ازادۍ پر وړاندې جدي برید دی. د سازمان په وینا، دا ډول کړنې نه یوازې د ښځو له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده، بلکې په ټولنه کې د وېرې او بې‌امنۍ فضا هم پیاوړې کوي

یادونه کېږي چې دا پېښه دوه ورځې وړاندې رامنځته شوې وه او ګڼو هندي سیاسي مشرانو، خبریالانو او د بشري حقونو سازمانونو دا عمل شرموونکی بللی دی.

 د بشري حقونو فعاله ډېپيکا اپېشکا نات دا پېښه د جنسي ځورونې یوه جدي قضیه بللې، په داسې حال کې چې د مقبوضه کشمیر پخوانۍ وزیراعلی محبوبه مفتي هم د دې عمل په کلکه غندنه کړې او دا یې د ښځو سپکاوی بللی دی

له دې پېښې وروسته په عامه کچه د مسؤلو کسانو پر ضد د قانوني اقدام او د ښځو د خوندیتوب لپاره د اغېزمنو ګامونو د اخیستو غوښتنې زیاتې شوې دي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *