تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا پولیسو په صوبه کې د ترهګریزو پیښو په اړه مهم رپورټ خپور کړې

د پولیسو راپور ترمخه د تښتونې ۳۸ پېښې په بېلابېلو تهاڼو کې راپور شوې، د پولیس سرچینو ترمخه سږ کال ۸۰ آیی اي ډي د چاودېدونکي موادو او ۵ ځانمرګي بریدونه شوي دي
د پولیسو مرکزي دفتر ترمخه سږ کال په زور د پیسو اخستلو ، بهتاخورۍ ۹۴ پېښې ثبت شوي او په صوبه کې د هدفي وژنو ۴۱ پېښې راپور شوي.

د پولیس لوري خپور راپور ترمخه په ټول صوبه کې ۱۲ توغندیز بریدونه او ۳۵ د لاسي بم بریدونه شوي دی او پر پولیسو او نورو چارواکو د ډزو ۲۶۹ پېښې راپور شوي دي

د خیبر پښتونخوا پولیسو په صوبه کې د ترهګرۍ پېښو، تښتونې، ځانمرګي بریدونه او بمي چاودنو په اړه شپږ میاشتنی راپور خپور کړې دې

د پولیسو له لوري راپور ترمخه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ترهګرۍ ۷۵۶ پېښې د پولیسو په بېلابېلو تهاڼو کې درج شوي دي

د پولیسو مرکزي دفتر ترمخه سږ کال په زور د پیسو اخستلو ، بهتاخورۍ ۹۴ پېښې ثبت شوي او په صوبه کې د هدفي وژنو ۴۱ پېښې راپور شوي

د تښتونې ۳۸ پېښې په بېلابېلو تاڼو کې راپور شوې، د پولیس سرچینو ترمخه سږ کال ۸۰ آیی اي ډي ، چاودېدونکي مواد او ۵ ځانمرګي بریدونه شوي دي.

د پولیس لوري خپور راپور ترمخه په ټول صوبه کې ۱۲ توغندیز بریدونه او ۳۵ د لاسي بم بریدونه شوي دی او پر پولیسو او نورو چارواکو د ډزو ۲۶۹ پېښې راپور شوي دي.

د ترهګرو سره د همکارۍ په تور ۴۴ مقدمي درج شوي دي او د ترهګرو مالي ملاتړ په اړه ۱۳ مقدمي ثبت شوي دي.

سږ کال تر دې دمه د سي ټي ډي په څانګه کې ۷۵۰ پېښې درج شوي او د سي ټي ډي پولیس د ترهګرۍ سره تړلي ۵۶۱ پېښو پلټنې کوي.

ددې خبرې باید یادونه وشی چې څو ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په یو کاروان یو خونړې ځانمرګي برید وشو چې له امله ی ۱۳ فوځیان شهیدان شوي.

سرچینو ترمخه د دغه برید ذمه واري د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان یوې ډلې حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستې

خو بیا سرچینې زیاتوي چې ددې ډلې پړه د کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره تړلې یوې ډلې اسود الحرب په غاړه اخستې او دا دعوی ی هم کړې چې ددوی ډلې له لوري په ځانمرګي برید کې ی ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژلي او د بکتربند ګاړي په شمول ی نورې موټرې هم تباه کړي دي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *