تازه خبرونه

د ترهګرۍ پیښو څخه اغیزمن شوې په بلوچستان صوبه کې د هندوستان ملاتړ لرونکې فتنه الهندوستان ډلې اووه ترهګر له منځه یوړل شول: آي ایس پی آر

د فتنه الهندوستان ډلې په ضد دا عملیات په داسې وخت کښې شوي چې څو ورځې وړاندې هم د بلوچستان په سوراب ښار بلوڅ بیلتون خوښې ډلې برید وکړو او سرکاري ودانیو ته ی اور ورکړو.
په بلوچستان کې په دې لنډ تیر وخت کې د فتنه الهندوستان ډلې ترهګرو یو شمیر بریدونه کړي چې پکې عام ولسي وګړو ته مرګ ژوبه اووښتې ده

فایل فوټو: په عکس کې څرګنده ده چې د عملیاتو ورسته د امنیتي ځواکونو لاس ته یو شمیر وسله او چاودیدونکې مواد راغلي دي

بلوچستان:په بلوچستان صوبه کې د هندوستان ملاتړ لرونکې ډلې :فتنه الهندوستان: ډلې اووه ترهګر اووژل شول ، د دوشنبې په ورځ د پاکستان فوځ د عامه اړیکو دفتر ویاند آیی ایس پي آر دا خبر ورکړې چې

   چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د استخباراتي معلوماتو  پر بنسټ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د هند لخوا ملاتړ لرونکې  ترهګرې ډلې "فتنهٔ الهندوستان" پورې اړوند اووه ترهګر وژل شوي دي . .

د پوځ ویاندې ادارې په وینا لومړی عملیات د مچ په کچي سیمه کې ترسره شول، په بیان کې زیاتوي چې په دې سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو یو مرکز په نښه کړ او سیکیوریټي اهلکار په ترهګرو ډزې پیل کړې چې له امله یې پنځه ترهګر ووژل شول. .

هم په دې څیر دویم عملیات د استخباراتي معلوماتو په په بنیاد د قلات په مرګند سیمه کې ترسره شول چرته چې امنیتي ځواکونو د ترهګرو یو بل پټنځای په نښه کړو او له منځه یوړو، د عملیاتو په بریالیتوب سره سر ته رسیدو وروسته دوه نور ترهګر یې ووژل شول. .

په بیان کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د ترهګرو له قبضې څخه وسلې، او زیات شمیر چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي، چې دا ښایی او ددې خبرې ثبوت دې چې د هند ملاتړ لرونکې دې ډلې کسان په ترهګریزو پیښو او فعالیتونو کې ککړ وو.

د فوځ د عامه اړیکو ادارې ویاند په بیان وژل شوي ترهګر په بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو او د هندوستان ملاتړ او مرسته حاصلوونکې ترهګرې ډلې “فتنهٔ الهندوستان” سره یې تړاو لرلو. .

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *