تازه خبرونه

د افغانستان د ازادۍ تحريک ای ایف ایف  په فاریاب اولسوالۍ کې دوه طالبان وژلي

د فاریاب ولایت په شمالي افغانستان کې د ولایتي پولیسو قومندانۍ ته نږدې د یوه امنیتي مرکز انځو

د افغانستان فاریاب، چې په شمال کې موقعیت لري، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر ضد د وسله‌والو ډلو د وخت ناوخت بریدونو شاهد پاتې شوی، چې دا د سیمې دوامداره امنیتي ننګونې ښيي (فایل فوټو، په دې انځور کې د افغانستان مقاومتي محاذ وسله وال د افغانستان او خپل بیرغ په لاسونو کې اوچت کړې ولاړ دي)

د افغانستان د ازادۍ فرنټ ،اې ایف ایف پورې تړلو جنګیالیو ادعاوی کړي چې د سه‌شنبې په ماښام یې د فاریاب ولایت په مرکز کې د طالبانو د لویو لارو د کندک پر یوه اډه هدفی برید کړی دی. چی دوه طالبان د مړو او یو تن د ټپی کیدو دعوی شوی

ازادو سرچینو ددی خبر تصدیق نه دی کړی د افغانستان رژیم له خوا هم په دی اړه کوم خبر نه دی ورکړی شوی

د دغې ډلې د خپرې شوې اعلامیې تر مخه دا عملیات د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۱۶مه سرته رسولی شوی چی هدف د  شاوخوا د ماښام په په فاریاب کې د طالبانو د قومنداني مرکز وو

 ویلي شوی  چې په دغه برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی

یادې ډلې دا برید د طالبانو د امنیتي ځواکونو پر ضد د خپلې روانې مبارزې یوه برخه بللې او ټینګار یې کړی چې دا ډول عملیات به په هغو سیمو کې دوام ولري چېرته چې د طالبانو ځواکونه موجودګی  لري

فاریاب، چې د افغانستان په شمال کې موقعیت لري، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر ضد د وسله‌والو ډلو د وخت ناوخت بریدونو شاهد پاتې شوی، چې دا د سیمې دوامداره امنیتي ننګونې ښيي. په دغه سيمو کی وخت په وخت د وسله والو د موجودګۍ خبرونه راځی چی پکی د داعش او القاعدې سره تړاو لرونکی ډلی هم شامل دی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *