تازه خبرونه

د افغانستان او ايران بشمول د 12 ملکونو په وګړو امريکې ته په تګ بنديز لګولي شوي

د امريکي سيکيورټۍ لپاره خطره جوړيدونکي ملکونو په وګړو سفري بنديز دې،ټرمپ
ډونلډ ټرمپ دولس ملکونو په وګړي امريکې په راتګ بنديز لګولې

په پاکستاني وګړو د امريکې سفري بنديزونو خطره ختم شوے

د وائټ هاؤس ترجمان ابیګيل جیکسن وئيلي دي چې د سيکيورټي د انديښنو لوجې صدر ټرمپ د دولس ملکونو په وګړو سفري بنديزونه لګولي دي ۔ د دې ملکونو په فهرست کښې افغانستان، ايران، يمن،صوماليه، ميانمار،چاډ،ليبيا،هيټي،سوډان،استوائي ګني، کانګو او اريټيريا شامل دي ۔ ابيګيل جيکسن وائي چې صدر ډونلډ ټرمپ په دې حواله حکمنامه باندې لاس ليک هم کړېدے ۔

صدارتي حکمنامه کښې وئيلي شويدي چې د ترکمانستان،کيوبا،برونډي، سيرا ليون،وينزويلا،ټوګو او لاؤس ملکونو په وګړو د امريکې ته په راتګ جزوي بنديزونه لګولي شويدي ۔ امريکې ته سفري بنديز په حکمنامه لاس ليک کولو نه پس صدر ټرمپ خپل ويډيو پيغام کښې وئيلي دي چې امريکې ته صرف هغه کسان راتللې شي څوک دې چې ملک سره مينه لري ۔ ټرمپ وائي چې د تير حکومت د نااهلۍ په وجه امريکه د مشکلاتو ښکار شوي وه ۔

د ډونلډ ټرمپ وينا وه چې کولو راډو رياست کښې د ترهه ګرۍ حمله د دې ثبوت دے چې د امريکې په بدامنۍ کښې هغه کسان ککړ دے څوک چې په غيرقانوني توګه او د اسنادو نه بغير امريکه کښې موجود دي او دا ټول کسان د امريکې لپاره خطره ده ۔ د جنورۍ شلمه نيټه باندې د صدر په حيث ذمه واري سنبهالولو نه پس ټرمپ اعلان کړي وو چې د مختلف ملکونو په وګړو د امريکې سفري پابندۍ لګوي،هغه وخت راهسې داسې آوازې خورې وې چې امريکني صدر لخوا چې په کوم ملکونو دا بنديزونه لګي په هغې کښې پاکستان هم شامل دے ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *