تازه خبرونه

د افغان طالبانو حکومت مهاجرنیو ادارې راپور خپور کړې

د افغان طالبانو د مهاجرینو لپاره جوړه اداره وایی دوی افغان کورنیو سره نغدې مالي مرستې کوي
پرون پاکستان لوري افغانستان ته واپس تلونکو افغان کورنیو لپاره د تورخم دروازه پرانستل شوه

افغان مهاجرنیو اړوند اداره وایی چې د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

د افغان طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې دې، راپور چې د شنبي ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۳هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي

د اسلام کلا له لارې (۴۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۱) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۱) کورنیو سره مجموعًا (۲۶۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۳۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۵)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۳۳۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲)کورنیو سره مجموعًا (۱۰۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۷۴۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۳۴)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د سپین بولدک له لارې (۶۹۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۸۷۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. له سپین بولدک څخه (۴۴۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۴۳۰)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۴۳۴۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۸۰)کورنیو سره مجموعًا (۷۳۳۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۰۲۹۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۹۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي. د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام لاندې ورکړل شوي دي

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۷۶۹)کورنۍ او (۴۲۸۰)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۴۴۳)کورنۍ او (۴۴۳۰)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۹۳۳)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۷۲۷)عــــدده

نورخبرونه

حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې

د افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور خپور کړې

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *