تازه خبرونه

د افغان طالبانو ضدي سیاست:  افغان ولس ی له ستونزو سره مخ کړې

د افغان طالبانو د ضدی سیاست له امله نن ۷۲مه ورځ ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټول سرحدونه د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړل شوي دي
نن ۷۲ ورځ ده چې تورخم پوله د افغان طالبانو د ضد سیاست ښکار شوې ده او پوله د اقتصادي هلو ځلو پر مخ تړلې ده

د افغان طالب چارواکو تر واک لاندې افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او په هېواد کې د بې‌روزګارۍ کچه تر ۷۵ سلنه رسېدلې ده

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لوري یو راپور کې ویل شوي چې له پاکستان سره د پولې بندېدو له امله افغان اقتصاد ته هره ورځ نزدې ۱۰ لکه ډالره تاوان رسیږي

د ملګرو ملتونو  د راپور ترمخه په افغانستان کې له ۷۰ سلنې زیات افغانان پر بشري مرستو تکیه لري، خو په وروستیو میاشتو کې دغه مرستې هم په څرګند ډول کمې شوې دي  او له ګاونډي هېوادونو د افغان وګړو جبري ستنېدو وروسته په عوامي  خدمتونو  باندې نور هم فشار زیات شوې دې

د ملګرو ملتونو  د راپور له مخې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او په هېواد کې د بې‌روزګارۍ کچه تر ۷۵ سلنه رسېدلې ده

د افغان رسنیو په وینا، په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې له ۹۰ سلنې زیات نفوس د فقر کرښې، یعني د غربت کرښې لاندې ژوند کوي

د اقوام متحدہ په تازه خپور شوي راپور کې راغلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت پرله‌پسې خرابېدونکی دی، د سړي سر عاید، ناخالص کورني تولید   او بهرنۍ مرستې کې د پام وړ کموالي د هېواد اقتصاد له جدي ګواښونو سره مخ کړې دې

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ شپږ میاشتې کې د افغانستان  کې ۶٫۵ سلنه کمی راغلی، په داسې حال کې چې میاشتنی سړي سر عاید نږدې ۱۰۰ امریکایي ډالرو ته راټیټ شوې دې

د افغانستان اقتصاد ته ولې زیان رسیږي؟

نن ۷۲مه ورځ ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټول سرحدونه د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړل شوي دي دي

د اقتصاد پوهانو ترمخه ، افغانستان یو داسې هیواد دې چې څلورو اړخونو څخه په خشکه زمکه او غرونو کې راګیر دې چې له امله ی د اقتصاد زیاته تکیه په پاکستان ده ځکه پاکستان سمندر لري او د افغان ټرانزټ ټرید له لارې افغان نړیوالو هیوادونو سره هم دې لارې سوداګري کوي  خو شنونکي زیاتوي چې د افغان طالبانو د ضدي سیاست له امله نن هم سرحد د افغان طالبانو د ضدي سیاست له امله تړل شوې دې

شنونکي وایی که افغان طالبان پاکستان سره همکاري وکړي، دنړیوالو او د ملګرو ملتونو د قانون او اصولو ترمخه پاکستان سره دا لیکلې ژمنه وکړي چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي نو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحد تړلو په سر دا شخړه پای ته رسیدلې شي

دا هم باید یادونه وشی چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو مرستو ډک ګاړي ضلع خیبر ته رارسیدلي دي خو له افغان لوري دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې افغانستان ته داخل شي

پاکستان په دې وروستیو کې پریکړه کړې وه چې د ملګرو ملتونو لوري افغانستان لپاره د مرستو ډکو کانټینرونو ته به لار ورکړي ترڅو دا انساني مرستې افغانستان ته ورسول شوي خو د  چارواکو ترمخه د مرستو ډک کانټینر په سرحد ولاړ دي خو د افغان طالبانو د ضدي سیاست له امله تراوسه دې مرستو ډکو ګاړو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې افغانستان ته داخل شي

نورخبرونه: ملګري ملتونه: افغان طالبان دې له  ښځو د کار بندیز لرې کړی

د ملګري ملتونو ادارې یوناما ویلي دي چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۱۳۹،۶ ملیونه ډالرو اړتیا ده

  ملګرو ملتونو غیرقانوني ګرځول شوې ټي ټي پي ډله پاکستان لپاره لوی ګواښ بللې

Related Articles

په افغانستان کې د “اقلیت” او “اکثریت” مفاهیم یوازې پر مفروضو ولاړ ګڼل کېږي او ویل کېږي چې دا تر ډېره د سیاسي ګټو لپاره کارول شوي دي

April 24, 2026

دواړو لورو هوکړه وکړه چې د سیمې د لوی شخړې د مخنیوي لپاره دې ټول اړخونه مسؤلیت وښيي. پوځي مشرتابه وویل چې پاکستان به په سیمه کې د ثبات او سولې د هرې هڅې ملاتړ ته دوام ورکړي

April 24, 2026

د لاهور پوهنتون وروستي راپور د افغان طالبانو د استخباراتي جوړښت تر چتر لاندې د فعال پروپاګند پلیټ فارم “المرصاد” افشا کړی دی

April 24, 2026

پاکستان افغانستان له لارې پرته، د چین په مسیر یو نوی او خوندي تجارتي لاره منځنۍ اسیا هېوادونو ته فعاله کړې ده. له قرغزستان څخه لومړنۍ سوداګریزه کښته سوست ډرای پورټ ته رسېدلې ده

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *