تازه خبرونه

جمعیت علمائے اسلام (ف) رهبر مولانا خالد امین په لکي مروت کې د ډزو له امله شهید شو

مولانا خالد امین د جمیعت علمای اسلام (ف) ځايي مشر و، او په تېرو کې د سختدریځو ډلو پر ضد د دریځ له امله د هدف لاندې و
تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی، خو امنیتي ادارې د بېلابېلو اړخونو له مخې د پېښې پلټنې کوي

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی، خو امنیتي ادارې د بېلابېلو اړخونو له مخې د پېښې پلټنې کوي


لکي مروت: د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په سرای نورنګ تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا خالد امین نامعلومو وسله‌والو په ډزو وژلی دی

د پولیسو سرچینو په وینا، پېښه د نلي چک په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې موټرسایکل سپرو بریدګرو مولانا خالد امین په نښه کړ او له سیمې وتښتېدل. له پېښې وروسته په سیمه کې ویره خپره شوې، او پولیسو د پېښې ځای کلابند کړی او پلټنې یې پیل کړې دي

راپورونه

د سرچینو له مخې، مولانا خالد امین د جمیعت علمای اسلام (ف) ځايي مشر و او په تېرو کې د سختدریځو ډلو پر ضد د دریځ له امله د هدف لاندې و. راپورونه وايي چې هغه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) احتمالي هدف هم پاتې شوی و.

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی، خو امنیتي ادارې د بېلابېلو اړخونو له مخې د پېښې پلټنې کوي چارواکو ویلي چې د تورنو د نیولو لپاره په سیمه کې لټون عملیات هم پیل شوي دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *