تازه خبرونه

جمرود کې خونړې ترافیکي پيښې د څلور ځوانانو ژوند اخستې

د ضلع خیبر په جمرود تحصیل کې بیګا د شپې ناوخته یوه بده پیښه رامنځته شوې ده ،ویل کیږي دا پیښه د تیز رفتارۍ له امله شوې ده
د پيښور او تورخم په سرک باندې له تیز رفتارۍ له امله بدې ترافیکي پیښې رامنځته کیږي

د سرچنیو ترمخه په مړه شوو ځوانانو کې سهیل او منصور ورونړه وو

ضلع خیبر:  د پیښور او تورخم په لویه لار د جمرود په تحصیل کې یوه بده ترافیکي پیښه شوې ده ، سرچینې وایی دا پیښه بیګا دشپې په ۱:۳۰ یوه نیمه بجه شنبې او یکشنبې (خالي او اتوار) ترمنځ د شپې ناوخته مخې ته راغلې ده  چې له امله  څلور ځوانانو ژوند له لاسه ورکړې دې

په لومړي معلوماتو کې ویل کیدل چې د وادي زلمي هم مړه شوي دي خو بیا وروسته تاید شوه چې د واده زلمۍ حسین او کمال په بل ګاړي کې وو او دوی بچ پاتې شوې دي

څلور ځوانان چې ژوند ی له لاسه ورکړې

 د سرچینو ترمخه  د وژل شوو کسانو تعلق له یوې کورنۍ سره دی او د جمرود نوې ابادۍ اوسېدونکي وو۔ په مړو شوو کسانو کې ضرار، داود، سهیل او منصور شامل دي، په داسې حال کې چې نعمان خان سخت ټپي شوی او دا مهال د روغتون په آیی سي یوڅانګه کې د درملنې لاندې دې په مړو شویو ځوانانو کې سهیل او منصور دوه ورونړه هم شامل دې

د څلورو واړو ځوانانو د جنازې لمونځ به نن سهار په ۱۱ بجو د ټیډي بازار په میدان کې ادا کېږي

دلته دا مهمه ده چې یادونه وشی چې دا ځوانان د واده زلمو حسین او کمال سره په ګډه د سالون، د سینګار خونې ته تللي وو او چې واپس راتلل نو ددوی یو ګاړې چې پکې ی نور ملګرو او خپلوان سپاره وو د ترافیکي پیښې ښکار شو

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *