تازه خبرونه

بیساکھی میله: له ۲۷۰۰ څخه زیات هندي سکه یاتریان پاکستان ته رسېدلي

وروسته به یاتریان د ګوردواره دربار صاحب کرتارپور او ګوردواره ډیرا صاحب لاهور زیارت هم کوي، او د هغوی د ستنېدو تمه د اپرېل په ۱۹مه ده
د پروګرام له مخې، یاتریان به لومړی په ننکانہ صاحب کې پاتې شي، وروسته به ګوردواره پنجہ صاحب حسن ابدال ته ولاړ شي، چیرې چې د اپرېل په ۱۴مه د بیساکهي مرکزي مراسم ترسره کېږي

د پروګرام له مخې، یاتریان به لومړی په ننکانہ صاحب کې پاتې شي، وروسته به ګوردواره پنجہ صاحب حسن ابدال ته ولاړ شي، چیرې چې د اپرېل په ۱۴مه د بیساکهي مرکزي مراسم ترسره کېږي

لاهور: د بیساکهي مېلې کې د ګډون لپاره له ۲۷۰۰ څخه زیات هندي سکه یاتریان د واګه سرحد له لارې پاکستان ته رسېدلي، چې تود هرکلی یې شوی دی د چارواکو په وینا، د واګه سرحد پر مهال د یاتریانو لپاره لنگر، ټرانسپورټ او فوري طبي اسانتیاوې برابرې شوې وې، او ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول شوي وو

سکه یاتریانو پاکستان ته د راتګ پر مهال د خوښۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د دلته د خلکو مېلمه پالنې یې زړونه ګټلي دي د پاکستان سکه ګوردواره پر بندک کمیټې مشر او د پنجاب د اقلیتي چارو وزیر سردار رمیش سنګ اروړه ویلي چې پاکستان یو سوله‌پال هېواد دی او د سکه ټولنې لپاره یې دروازې تل پرانیستې دي

کرتارپور او ګوردواره

د پروګرام له مخې، یاتریان به لومړی په ننکانہ صاحب کې پاتې شي، وروسته به ګوردواره پنجہ صاحب حسن ابدال ته ځي، چې هلته به د اپرېل په ۱۴مه د بیساکهي مرکزي مراسم ترسره شي

وروسته به یاتریان د ګوردواره دربار صاحب کرتارپور او ګوردواره ډیرا صاحب لاهور زیارت هم کوي، او د هغوی د ستنېدو تمه د اپرېل په ۱۹مه ده

شنونکي وايي چې دا ډول مذهبي سیاحت نه یوازې د بین‌المذاهب همغږۍ وده کوي بلکې د پاکستان مثبت انځور هم نړۍ ته وړاندې کوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *