تازه خبرونه

بهارتي حکومت د سيمې حالات بيا خرابول غواړي، خارجه دفتر

د سيمې امن لپاره د کشمير مسئله حل کيدل ضروري دي
بهارت د رياستي دهشت ګردې علامت،خارجه دفتر

د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان په پاکستان د بهارتي چارواکو بيانونه مسترد کړيدي ۔ د خارجه دفتر ترجمان بيان ترمخه بهارت د پاکستان بدامنۍ او کشمير کښې ترهه ګرۍ کښې ملوث دې خو نړي ګمراه کولو لپاره بهارتي وزيران او خارجه محکمې په پاکستان بے بنياده او د دروغو تورونه لګوي ۔خپل بيان کښې د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې نړي واله ورورولي د بهارتي جارحانه رويے د ريکارډ نه ښه خبر ده خو مودي سرکار د علاقائي عدم استحکام ذمه وار پاکستان ګرځوي ده دا قسمه دعوي مقبوضه کشمير کښې روان بهارتي ظلم او زيادتي نه د نړې توجو نشي اړولے۔ بيان کښې زياته کړي شويده چې د کشمير مسئله د متحده قامونو د قراردادونو مطابق په منصفانه توګه حل کيدل پکار دي او تر څو چې دا مسئله حل شوي نه وي په دې سيمه کښې هم امن او استحکام نشي راتلے۔د خارجه دفتر ترجمان د پاکستان دفاع او خپلواکۍ تحفظ هر حال کښې يقيني ساتلو دعزم اظهار کړېدے او خپل بيان کښې ئې بهارت له خبردارې ورکړېدے چې د پاکستان خلاف غلط بيانونه، منفي پروپګنډا يا د طاقت په ذريعه خپل مقاصد ترلاسه کولو کوشش به ئې چرې هم کامياب نشي ۔ خپل بيان کښې د خارجه دفتر ترجمان په سفارتي سطح د بهارت د ناکامو ذکر کړېدے او وئيلي ئي دي چې د امن په ځائي د جنګونو رويه خپلول او دباؤ سياست د بهارتي وزيراعظم نريندر مودي ناکامه حکمت عملې دي پکار ده چې بهارت د دې غلطو نه زده کړه وکړي ۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *