تازه خبرونه

بنو ځانمرګي برید: برید ګر د افغانستان نیشنلټي لرله

دویم ځانمرګي برید ترسره کوونکی ملا شبير احمد چې په مولوي بلال مهاجر مشهور و، د افغانستان د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ اوسیدونکې وو.
پاکستان بیا بیا افغان چارواکو ته ور په ګوته کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کیږي.

له دې وړاندې هم د برید بل ځانمرګی بریدګر افغانستان تبع ثابت شوی و

د بنو په ایف سي لاينز باندې د خونړي برید وروسته یو لوی پرمختګ مخې ته راغلې دې. د پاکستان چارواکو تاييد کړې چې دویم ځانمرګی بریدګر د افغانستان نیشنلټي لرونکې وو

 دویم ځانمرګي برید ترسره کوونکی ملا شبير احمد چې په مولوي بلال مهاجر مشهور و، د افغانستان د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د عبدالـمحيي الدين کلي اوسېدونکی و

د سه شنبې په ورځ د بنو په ایف سي لاين کې د وسله والو لخوا تر ځانمرګي برید وروسته د امنيتي ځواکونو عمليات پيل شول. بريد هغه وخت پيل شو چې وسله والو د چاودېدونکو توکو ډک موټر د ایف سي لاين ودانۍ ته ننه ايست، چې له امله يې زوروره چاودنه رامنځته شوه او شاوخوا دوکانونه او ودانۍ يې ويجاړې کړې. د برید په پايله کې د امنيتي ځواکونو شپږ سرتېري او شپږ بريدګر اووژل شول

له دې وړاندې د برید بل ځانمرګی بریدګر هم د افغانستان تبع ثابت شوی و. نوموړی عبدالعزيز چې د قاصد مهاجر په نوم پېژندل کېده، د افغانستان د پکتیکا ولایت د متا خان ولسوالۍ اوسېدونکی و

دلته باید یادونه وشی چې  په زړه پورې خبره دا ده چې نوموړي پخوا د افغانستان د هلمند ولایت څخه يو ويډيويي پيغام لېږلی و، چې پکې يې د پاکستان دننه ځانمرګي برید لپاره ناقانونه ګرځول شوې ټي ټي پي ډلې څخه  د مرستې غوښتنه کړې وه

په پوله زیاتیدونکې تاوتریخوالۍ

د دویم ځانمرګي بريدګر د افغانۍ تابعيت تصدیق د پاکستان دريځ لا پياوړی کوي چې وايي د افغانستان لنډمهاله حکومت د وسله والو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره کافي هڅې نه کوي.

په تېر وخت کې هم د دې ډول بریدونو تور د حافظ ګل بهادر ډلې ته اړول شوی، چې د ټي ټي پي یوه برخه ده.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې څو ځله افغان ډيپلوماتان احضار کړي، ترڅو دوی ته  خپلې جدي اندېښنې شريکې کړي او دا غوښتنه يې کړې چې په سختو، پرېکنده او اغېزمنو ګامونو سره دې د دغو مجرمينو پر وړاندې اقدام وشي

د بنو په کینټونمنټ بريد د هغو وژونکي  بریدونو له لړۍ څخه دی چې پاکستان وايي د افغانستان له خاورې فعالو ترهګرو ډلو لخوا پلان کیږي

ددې هم باید یادونه وشي چې که څه هم افغان حکومت دا تورونه ردوي خو د ملګرو ملتونو یو راپور ترمخه ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې فعاله ترهګره ډله بللې او دا ډله افغانان د خپلو ترهګریز بریدونه لپاره کاروي

 دلته پوهان وایی چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ روان کړکینچ د دواړو ګاونډي ترمینځ له وړاندې کمزورې شوې ډیپلومیټک اړیکې نورو هم خرابې کړي او دا موضوع د دواړو هیوادونو دوه اړخیزو خبرو کې د یو اساسي موضوعاتو څخه ګڼل کیږي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *