تازه خبرونه

ايران ۔ اسرائيل تاؤ تريخوالې، سپريم ليډر خامنااي په وړومبې ځل په نظر راغل

اسرائيل حملو لوجې خامنا اي خوندي ځائې ته منتقل شوي وو،ايران اولس سپريم ليډر روغ جوړ ليدلو باندې د خوشالۍ اظهار کړے
ايران ۔ اسرائيل تاؤ تريخوالې، سپريم ليډر خامنااي په وړومبې ځل په نظر راغل

د ايران سپريم ليډر ايت الله خامنااي د خلکو مينځ کښې

په ديارلسم جون په ايران د اسرائيل د حملو او دواړو ملکونو ترمينځ جنګ بندۍ نه پس د ايران سپريم ليډر تهران کښې په وړومبې ځل يوه دستوره کښې شرکت کړېدے ۔ د ايران سرکاري ميډيا ترمخه آيت الله خامنا اي د عاشورې په شپه حسينيه امام خميني ته راغلې ورغلې وو او د کربلا د شهيدانو په ياد کښې ماتمي دستوره کښې شرکت کړي وو۔ د ايران سپريم ليډر په راتګ دې دستوره کښې شرکت کونکو د خوشالۍ اظهار کړې او د هغه په حق کښې ئې نعرې پورته کړې ۔ ايت الله خامنااي د خلکو شکريه ادا کړي او دستوره کښې ناست د ايران سينئير عالم دين ته ئې ووئيل چې هغه دې محفل ته ” اے ايران ” ترانه اووائي ۔

اولسي دستوره کښې د ايت الله خامنااي ګډون سره د اسرائيل په رسنيو او سوشل ميډيا د هغه د صحت په حواله خپاره شوي خبرونه دروغ ثابت شويدي ۔ په ايران د اسرائيل او وروستو د امريکې حملو دوران ايت الله خامنااي د نامعلوم ځائې نه درې ځله د ايران اولس ته خطاب کړي وو۔ د محرم الحرام مياشت شورو کيدو نه پس په ميډيا ګنګوسې خورې شوې وې چې د ايران سپريم ليډر باندې د اسرائيل يا د امريکې ممکنه حملو لوجې هغه يو مضبوطه مورچه کښې پټ شوېدے ۔ د ايران په جوهري او پوځي تنصيباتو د اسرائيل د حملو لوجې د ايران پاسداران انقلاب مشر،د پوځ سربراه او ايټمي سائنسدانانو بشمول د نهه سوؤ نه سيوا کسان شهيد شوي وو۔ ايران اسرائيل تاؤ تريخوالي دولس ورځې جاري وو او دواړو فريقينو په څليريشتم جون جنګ بندۍ باندې اتفاق کړي وو۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *