تازه خبرونه

افغانستان کې د مذهبي آزادۍ جدي سرغړونې؛ امریکا د طالبانو د تور لیست سپارښتنه کړې

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې په افغانستان کې د مذهبي آزادۍ جدي سرغړونو له امله د امریکا کمیسیون سپارښتنه کړې چې هېواد د تور لیست برخه وګرځول
راپور ښيي چې طالبان د دین او تقوا په پوښ کې یو ظالمانه نظام چلوي چې عقاید د ټولنې د فشار او اختلاف د کچلولو لپاره وسیله ګرځوي

د شریعت مسخ شوې تعبیر نه یوازې مذهبي لږکیان، بلکې هغه مسلمانان هم په نښه کوي چې د سخت‌ګیر نظریاتو سره موافق نه دي

د امریکا د نړیوال مذهبي ازادۍ کمیسیون په تازه راپور کې افغانستان کې د بشري حقونو او مذهبي آزادۍ وضعیت «منظم، دوامداره او خورا خراب» وبلل شو. کمیسیون د طالبانو حکومت د «ځانګړې اندېښنې هیوادونو» (CPC) په فهرست کې شاملولو سپارښتنه کړې.

راپور ښيي چې طالبان د دین او تقوا په پوښ کې یو ظالمانه نظام چلوي چې عقاید د ټولنې د فشار او اختلاف د کچلولو لپاره وسیله ګرځوي. د هغوی شریعت یوازې د یوې مسخ شوې تعبیر پر بنسټ دی چې نه یوازې مذهبي لږکیان، بلکې هغه مسلمانان هم چې د سخت‌ګیر نظرونو سره موافق نه دي، نشانه کوي.

د طالبانو قوانین ښځې، نجونې او مذهبي اقلیتونه په نښه کوي، مدارس د افراطي نظریاتو د ترویج لپاره کارول کېږي، او «اخلاقي قوانین» د خلکو د ازادۍ محدودولو وسیله ګرځېدلې ده. نجونې له ۱۲ کلنۍ پورته د تعلیم له حقه محرومې شوې، او ښځو ته په عام ژوند کې د غږ او حرکت اجازه نه ورکول کېږي.

د CPC فهرست ته د افغانستان د شاملولو سپارښتنه د دې اعتراف دی چې هلته د دین په نوم د بشري حقونو جدي سرغړونې روانې دي.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *