تازه خبرونه

افغانستان دې هند سره اړیکې ولري خو د پاکستان په بیعه نه. خواجه سعد رفیق

د مسلم لیګ ن مشر خواجه سعد رفیق ویلي دي چې افغانستان دې پاکستان ته د یو شمیر تجارتي توکو، خوراکي توکو او د ګڼ شمیر نورو تجارتي توکو په بدله کې خوارج نه رالیږي
نن د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دوحه قطر کې خبرې پیل کیږي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې ډیرې ترینګلې شوي دي

اسلام‌ آباد:  د پاکستان مسلم لیګ (ن) خواجه سعد رفیق ویلي دي چې افغانستان له هند سره ښې اړیکې ساتلې  خو ددوی ترمنځ دا  اړیکې باید د پاکستان د امنیت په بیعه نه وي.

هغه په خپل یو بیان کې وویل چې دوحه خبرې د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو ته پکار دي چې د  اوږدمهاله قواعدو د جوړولو لپاره سره کیني ، زیاته ی کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ  جغرافیه یوه نه بدلیدونکې موضوع ده.

خواجه سعد رفیق وویل چې په تاریخي توګه د پاک افغان اړیکولوړې او تیټې مرحلې راغلي  خو باید هېره نه شي چې د پولې دواړو غاړو په میلیونونو مسلمانان ژوند کوي چې ګډ کلتور او ژبه لري.

هغه زیاته کړه چې که څه هم افغان حکومت له هند سره ښې او دوستانه اړیکې لري، خو دا اړیکې هیڅکله باید د پاکستان د سلامتي په بدله کې ترسره نشي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان دې زموږ څخه د خوراکي توکو او نورو ګڼ شمیر اسانتیاوو په بدل کې په هېڅ حال کې پاکستان ته خوارج را وا نه ستوي،زیاته ی کړه چې دا عمل باید هر ډول حالاتو کې بند شي.

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *