تازه خبرونه

افغان طالبانو له لوري افغان وګړو ته ګواښونه: جرمني پریکړه کړې چې ۵۳۵ افغان وګړو ته پناه ورکوي

دې افغان وګړو ته د پناه ورکولو په اړه د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي چې جرمني هڅه کوي تر کومه چې ممکنه وي د دغو قضیو چارې دسمبر میاشتې کې بشپړې کړي
جرمني په دې وروستیو کې هغه یو شمیر افغان وګړي چې په جرمونو کې ککړ وو له هیواد واپس شړلي دي

د خبري آژانس د راپور ترمخه په دې سکیم کې هغه افغان وګړي شامل وو چې له جرمن پوځ سره یې کار کړی و یا هغوی ته د طالبانو له حکومت څخه د ګواښونه راپیښ وو

د جرمني حکومت پرېکړه کړې چې په پاکستان کې مېشت ۵۳۵ افغان وګړي دې  جرمني ته را اوغواړي ترڅو دوی ته په دې هیواد کې پناه ورکړل شي

د خبري اژانس د راپور له مخې، پخوانۍ جرمن حکومت د افغان طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغان وګړو ته په جرمني کې د پناه ورکولو لپاره یوه ځانګړې سکیم معرفي کړې و

د راپور ترمخه په دې سکیم کې هغه افغان وګړي شامل وو چې له جرمن پوځ سره یې کار کړی و یا هغوی ته د طالبانو له حکومت څخه د ګواښونه راپیښ وو

راپور له مخې  د جرمني نوي صدراعظم فریډرک مرز په پاکستان کې د موجودو ۶۵۰ افغان وګړو لپاره دا سکیم کنګل کړې و

د خبري اژانس په وینا، پاکستان دغو افغان وګړو ته د هغوی قضیو د هوارولو  لپاره د روان کال تر پایه نېټه ورکړې ده

نورخبرونه: لنډي کوتل کې غیرقانوني افغان مهاجرینو له خبردارۍ ورکړل شو

افغان طالبان: د تورخم عمري کمپ کې افغان مهاجرینو لپاره سهولتونه ورکوو

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *