تازه خبرونه

ازبکستان افغانستان سره څلور کاله پس د ترمذ-حیرتان لار بیا خلاصه کړه

اقتصاد پوهان وایی د ازبکستان او افغانستان ترمنځ دې لارې به د دواړو هیوادونو یوبل هیواد سره دوه اړخیز تجارت وده وکړي
د باختر خبري آژانس هم د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ترمذ حیرتان لار د بیا پرانستلو خبر ورکړې دې

ازبکستان چارواکي وایی چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د ازبکستان افغانستان ته صادرات تر ۲.۵ میلیارده ډالرو ورسېږي

 د افغانستان او ګاونډي هیواد ازبکستان ترمنځ د اقتصادي پرمختګ په اړه یو مهم  خبر مخې ته راغلې دې ، ازبکستان له نږدې څلورو کلونو وروسته افغانستان سره د ترمذ–حیرتان مهمه پوله بېرته پرانیستلې او د مسافرو او وسایطو تګ راتګ یې په بشپړ ډول بیا پیل کړی دی

اوزبکي چارواکي وايي چې د پولې بېرته پرانیستل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته نوی حرکت ورکړي او دواړو هیوادونو ترمنخ ته دوه اړخیزه سوداګري بیا بحال شي او پرمختګ به وکړي

د هغوی په وینا، په راتلونکو کلونو کې د ازبکستان صادرات افغانستان ته لا ډېر پراخېږي، چارواکي زیاتوي چې  کېدای شي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه د ازبکستان افغانستان ته صادرات تر  ۲.۵ میلیارده ډالرو ورسېږي

د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر هم د ترمذ او حیرتان پوله د بیا فعالیدلو خبر ورکړې دې ، باختر  د ازبکستاني رسنیو د رپوټونو په حواله د ترمز- حیرتان لارې د پرانیستل کېدو سره ویلي دي چې نن چهارشنبه د ازبکستان مرستیال وزیر جمشېد عبدالزوکاروف په مشرتابه پلاوي په  پلازمینه کابل کې له ځايي سوداګرو سره مهمې هوکړې لاسلیک کړې

د باختر په رپورټ کې ویل شوي دي د دواړو هیوادونو ترمنځ دپه دوه اړخیز تجارت کې د غوښې او سبو په ګډون د خوراکي توکو پر وارداتو او صادراتو  پام شوې دې

نورخبرونه:   افغان سوداګردې نورو هیوادونو سره د تجارت لارې ولټوي: ملا برادر اخند

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *