د بارودو په لمبو کې د امن ډیو
کله چې اسلام اباد تاریخ بدل کړ
نړۍ د تباهۍ په هغه درشل ولاړه وه چې یوازې یوې کوچنۍ لمبې ورته ضرورت و چې هر څه په ایرو بدل کړي. د ایران او امریکہ ترمنځ د جګړې ډولونه داسې غږېدل چې د ایټمي تباهۍ ویرې د نړۍ د هر انسان خوب تښتولی و. د اسرائیل بریدونو او په ځواب کې د ایران لخوا د هرمز تنګي د بندولو پرېکړې د نړۍ د معیشت رګونه وچ کړل، هر لوري ته د مرګ او قحط سندرې اورېدل کېدې. دا هغه شیبه وه چې د نړۍ لویو قدرتونو، ملګرو ملتونو او غربي رسنیو یوازې په بیانونو او لیرې نندارې بسنه کوله. هیچا دا جرئت نه شو کولی چې د دې دوه سترو غلیمانو ترمنځ ودرېږي، خو په دې توره شپه کې اسلام اباد په خاموشۍ سره د تاریخ تر ټولو ستره او خطرناکه لوبه پیل کړه، چا باور نه کاوه چې په دې سرو لمبو کې به څوک د امن داسې ډیوه بلولی شي چې د واشنګټن او تهران غوندې سخت دریځه مخالفین به ورته سر ټیټ کړي او د جګړې میدان به په مینه بدل شي
د اسلام اباد خاموشه ډیپلوماسي
په اسلام اباد کې هغه ۲۱ ساعته چې د ډیپلوماسۍ په تاریخ کې به په زرینو ټکو لیکل کیږي، نړۍ ته وښودله چې د پاکستان جغرافیایي ارزښت یوازې یوه نقشه نه ده، بلکې دا د ځمکې په سر د امن هغه یوازینۍ کونجي ده چې په هر بند قفل لګیدلی شي. کله چې د نړۍ تر ټولو طاقتور شخص، ډونالډ ټرمپ، د پاکستان په خواست د جنګ بندۍ غځولو ته غاړه کېښوده، نو دا په اصل کې د پاکستان د هغې بې ساري “سافټ پاور” بریا وه چې نړۍ یې حیرانه کړه. دا یوازې یو تړون نه و، بلکې د یو داسې باور پایله وه چې پاکستان یې د دواړو غاړو سره لري. یو خوا د واشنګټن باور او بل خوا د تهران مینه، دا هغه توازن دی چې نن یې په نړۍ کې د پاکستان قد د همالیا له څوکو هم لوړ کړی دی. دا هغه دبدبه ده چې په ټانکونو نه، بلکې د رښتینې او مخلصانه سفارتکارۍ په زور ترلاسه شوه او ثابته یې کړه چې د امن اصلي علمبردار څوک دی
د ۲۱ ساعتونو تاریخي شیبې
خو په دې ټوله سنسني خیزه ډرامه کې د هندوستان رول تر هر څه زیات د حیرانتیا او شرم وړ و. هغه هیواد چې شپه او ورځ یې د “وشوا ګرو” او د نړۍ د رهبرۍ نارې وهلې، په دې نازک وخت کې یې د یو بې وسه تماشه بین په څېر یوازې د سستو تېلو او د خپل معیشت د اعدادو په شمارلو تېر کړ. کله چې انسانیت یو رښتیني منځګړي ته اړتیا لرله، هندوستان په خپلې بې وسۍ او خاموشۍ سره دا ثابته کړه چې د هغه په لاس کې نه د واشنګټن د منلو لاره وه او نه یې په سترګو کې د تهران سره د خبرو جرات و. دا د هندوستان په سفارتي تاریخ کې هغه تور داغ دی چې د “ایشیا ټایمز” غوندې نړیوالو جریدو هم پرې د ملامتۍ ګوته کېښوده. نړۍ ولیدل چې د کړکېچ په وخت کې څوک د انسانیت لپاره ودرېږي او څوک د خپلو ګټو په تمه په کونج کې پټ شي. د هندوستان دا سبکی او رسوايي به په تاریخ کې د یو داسې هیواد په توګه یادېږي چې د مسؤلیت په وخت کې یې شا کړه
د باور توازن: واشنګټن او تهران
د پاکستان دا ډیپلوماټیکه معجزه په داسې حال کې مخې ته راغله چې ډیری خلکو فکر کاوه چې پاکستان به د دې لویو قوتونو په جنګ کې پخپله هم لولپه شي. مګر د اسلام اباد بصیرت او د حالاتو سم درک ثابته کړه چې په نړیوال سیاست کې اصل مټ د عقل او جرات مټ وي. د پاکستان امنیتي ادارو او بهرنیو چارو وزارت په داسې همغږۍ کار وکړ چې د نړۍ د استخباراتي او سیاسي علومو ماهرین یې هم د ګوتو په غاښ کړل. د واشنګټن او تهران غوندې دوه متضاده قطبونه یو ځای کول هیڅ اسانه کار نه و، خو د بصرنوریوسفزئی په فکر، دا هغه “سټراټیژیک بصیرت” و چې نن یې پاکستان د نړۍ د ډیپلوماسۍ په مرکز بدل کړی دی
نن چې کله په اسلام اباد کې د امن د خبرو اترو غږ په ټوله نړۍ کې انګازې کوي، نو دا یوازې د پاکستان بریا نه ده، بلکې د هغې پاکې نیتۍ پایله ده چې بنده شوې لاره یې پرانیستله. پاکستان نړۍ ته وښودله چې یو رښتینی مشر هیواد هغه نه وي چې نورو ته امر کوي، بلکې هغه وي چې په سخته شېبه کې نړۍ د تباهۍ له خولې راباسي. د پاکستان د پوځي او سیاسي مشرتابه دا ګډه هڅه به د پېړیو لپاره د یو مثال په توګه پاتې شي. دا هغه وخت دی چې نړۍ ومنله چې پرته له پاکستانه په دې سیمه کې هیڅ امن ممکن نه دی. پاکستان نه یوازې دا سیمه د یوې لويې جګړې له اوره وژغورله، بلکې خپله نېک نامي یې د تاریخ په پاڼو کې داسې ثبت کړه چې هیڅکله به هېره نه شي
د هند چوپتیا او سفارتي ناکامي
په پای کې، حقیقت دا دی چې سیاست یوازې د ګټو لوبه نه ده، بلکې کله کله دا د ایمان او جرات امتحان هم وي. پاکستان په دې امتحان کې په سرو زرو بریالی شو او هندوستان په خپلو مصلحتونو کې غرق پاتې شو. راتلونکی وخت به ډېر څه ووایي، خو یو حقیقت اوس لمر غوندې روښانه دی: کله چې د ۲۰۲۶ کال د دې خونړۍ جګړې او بیا د هغې د امن ذکر کیږي، نو تاریخ به پاکستان د یو ستر “منځګړي” او د نړۍ د ژغورونکي په توګه یادوي، او د هندوستان خاموشي به تل د یو مفاد پرست او بې وسه ګاونډي په توګه په تاریخ کې پاتې شي. نن اسلام اباد د نړۍ د ډیپلوماسۍ زړه دی او د پاکستان بیرغ د امن د یو نوي سمبول په توګه په نړیواله کچه رپېږي. دا بریا نه یوازې د پاکستان ده، بلکې د ټول بشریت ده چې نن یې د بارودو پر ځای د امن ساه واخیسته