د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي محسود وروستي آډیو پیغام په هېواد کې سیاسي او دفاعي حلقو کې نوې بحثونه راپورته کړي دي. ځینې مبصرین دا پیغام د ریاست پر ضد بریدونو د بندولو لپاره مشروطه آمادګي بولي، خو امنیتي شنونکي یې محتوا د مذهبي طبقې لپاره منظم “ذهني فشار” ګڼي
د علماوو د استعمال حکمت عملي
نور ولي محسود په خپل پیغام کې ادعا کړې چې په پاکستان کې د دوی وسله واله مبارزه د ۵۰۰ پاکستانی علماوو د فتواوو پر بنسټ پیل شوې وه. هغه اوس د مذهبي طبقې پر غاړه مسؤلیت اچوي او وایي چې همدغه علماء دې د دوی وسله والې کړنې غلطې ثابتې کړي او د جګړې د بندېدو لپاره یې قانع کړي. شنونکي دا هڅه د هغو علماوو د غلي کولو هڅه بولي چې د ریاست د بیانیې ملاتړ کوي
د دفاعي کارپوهانو نظر
د دفاعي چارو متخصصین وایي چې د نور ولي محسود دا بیان د خپلو نظامي او سیاسي ناکامیو د پټولو هڅه ده. د دوی په وینا، دا پیغام څو اړخیزه هدف لري: لومړی دا ښيي چې تحریک طالبان پاکستان ځان یو خپلواک وسلهواله ډله نه، بلکې د مذهبي تشریحاتو تابع ګڼي، څو خپل نړیوال تصویر نرم کړي. دوهم هدف دا دی چې هغه علماء په نښه کړي چې د “پیغام پاکستان” په څېر مشترکو فتوو له لارې یې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه غیر شرعي بللي دي.
د علماوو پر ضد فشار
شنونکي وایي چې هڅه کوي هغه علماء د خلکو او خپلو وسله والو ترمنځ مشکوک کړي چې د سولې او ریاست ملاتړ کوي. د هغوی د پخوانیو علمي اړیکو یادونه د دې لپاره کېږي چې د دوی اوسنی د سولې دریځ کمزوری ښکاره شي. دا چاره د علماوو لپاره د امنیتي خطرونو د زیاتېدو سبب هم ګرځېدلی شي
د ریاستي بیانیې ننګونه
په سوشل میډیا او فکري حلقو کې ویل کېږي چې دا بیانیه هڅه کوي هم د دولت سره د ممکنه خبرو اترو تاثر ورکړي او هم د خپلو کړنو پړه پر مذهبي قیادت واچوي. شنونکي دا یو منظم تکتیک بولي چې هدف یې مذهبي طبقې ته دفاعي حالت ورکول دي
راتلونکی وضعیت
کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ډول پیغامونه کولی شي د فکري او معلوماتي جګړې نوې مرحله پیل کړي. د دوی په وینا، د علماوو او ریاست دواړو مسؤلیت دی چې د دې ډول مغالطو پر وړاندې واضح، علمي او قوي ځواب وړاندې کړي، څو ځوان نسل له ګمراهۍ وژغورل شي
څو بُعدیزه جګړه: ځمکه، هوا، سمندر او سایبر؛ د «بنیان المرصوص» عملیات څنګه ترسره شول؟