تازه خبرونه

وادي تیراه اپریشن: چارواکو د تیراه میدان اولس ته ځانګړې لارښوونه کړې

له چارواکو لوري دا پیغام خپور شوې چې د وادي تیراه خلک دې ۲۳م جنورۍ پورې سیمې څخه اووځي
چارواکو په ځانګړي پیغام کې ویلي دي چې دوی غواړي د ترهګرو پر ضد اپریشن کې ځایی خلکو ته زیان و نه رسي

چارواکو په ځانګړي پیغام کې ویلي دي چې دوی غواړي د ترهګرو پر ضد اپریشن کې ځایی خلکو ته زیان و نه رسي

ضلع خیبر: پاک افغان بارډر سره نزدې د ضلع خیبر په وادي تیراه کې د ترهګرو پر ضد اپریشن وړاندې په تیراه کې له امنیتي چارواکو له لوري ځایی خلکو ته لارښوونه شوې ده چې ۲۳م د جنورې پورې دې له وادي تیراه څخه اووځي
سیکوریټی سرچینو دا خبره تاید کړې چې د وادي تیراه په میدان کې ځای خلکو ته لارښوونه شوې ده چې دوی دې له سیمې اووځي ترڅو ددوی ژوند خوندي پاتې شی او د ترهګرو پر ضد اپریشن پیل شي
د امنیتي چارواکو ترمخه دا لارښونه او اعلان له دې لپاره شوې دې چې د اپریشن پر مهال ځایی اولس ژوند خوندي پاتې شی او دوی ته کوم زیان و نه رسي


ضلع خیبر انتظامیه: له وادي تیراه څخه بې کوره شویو کورنیو لپاره سهولتونه ورکوو

پاک افغان بارډر سره څیرمه د وادي تیراه څخه راغل بې‌کوره شوو کورنیو ، آيی ډي پیز، د رجسټریشن به د پائندي چینه په سیمه کې د ضلعي انتظامیې تر څار لاندې په منظم، شفاف او باعزته ډول دوام لري
اسسټنټ کمشنر تیراه محمد انور، ایډیشنل اسسټنټ کمشنر نسیم الله شاه، تحصیلدار زاکر آفریدی او نور تحصیلداران د خپل دفتري عملې سره تر ناوخته پورې په میدان کې موجود دي او ولس ته لازمې اسانتیاوې برابروي.


د ضلعي انتظامیې چارواکي د ثبت د ټولو پړاوونو نږدې څارنه کوي. په لومړي پړاو کې د ښځو او ماشومانو موټرې تصفیه کېږي او وروسته د نارینه وو موټرې روانېږي، تر څو بهیر خوندي او منظم پاتې شي.


د ضلع خیبر انتظامیه په یو اعلامیه کې ویلي دي چې د ثبت بهیر د لا چټکتیا لپاره په تحصیل باړه کې هم په درې بېلابېلو ځایونو کې د رجسټرېشن مرکزونه جوړ شوي، تر څو زیاتره اغېزمنې شوې کورنۍ پر وخت رجسټر شی او دوی وکولې شي حکومتي مرستې ترلاسه کړي

په خبر پاڼه کې ویلي شوي دي چې له وادي تیراه څخه راغلو کورنیو ته په شین کمر او د حاجي محمد شاه په حجره کې د کرایې په نوم مالي مرسته ورکول کېږي، او په پائندي چینه کیمپ کې ورته د اوسېدو ترڅنګ نورې بنسټیزې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
په کیمپ کې دې کورنیو لپاره په منظم ډول د خوراکي توکو وېش هم روان دی. د ولس د اسانتیا لپاره په پائندي چینه او باړه کې د رجسټرېشن مرکزونو کې نور چارواکي او عمله هم ګمارل شوې ده، تر څو بې‌کوره شوو کورنیو لپاره هره ممکن اسانتیاوې برابرې شي

Related Articles

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *