په بدخشان کې پر چینايي وګړو برید په تړاو تر دوو درځنو زیات کسان نیول شوي

د جي ډي آیی سرچینې وايي چې د نیول شوو ډیر کسان تر پلټنو لاندې دي، خو د تاجکستان موندنې ښيي چې د ډرون برید له افغان خاورې ترسره شوی وو
پاکستان خبرداری ورکړی چې د خپلو اوبو د برخې بندول یا اړول به د جګړې اقدام وبلل شي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې د اندس د اوبو تړون بشپړه بحالي او عملي کېدل یقیني کړي
افغان طالبانو له لوري افغان وګړو ته ګواښونه: جرمني پریکړه کړې چې ۵۳۵ افغان وګړو ته پناه ورکوي

دې افغان وګړو ته د پناه ورکولو په اړه د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي چې جرمني هڅه کوي تر کومه چې ممکنه وي د دغو قضیو چارې دسمبر میاشتې کې بشپړې کړي
تهران غونډه کې د افغانستان ګډون نه کول: سیمه ایزو هیوادونو په دې اړه پوښتنې را ولاړې کړي

په روانه میاشت کې تهران د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه کمولو لپاره خپل رول لوبولو لپاره غونډه رابللې وو خو په دې مهمه غونډه کې افغان طالب چارواکو ګډون و نه کړو
بدخشان سرحدي سیمو کې د ترهګرو پر مرکز برید شوې

سرچینو المرصاد ته ویلي دي چې په برید کې هغه ډله هدف ګرځول شوې چې پر چینیانو ی برید کړې وو
پاکستان د خيبر پښتونخوا دننه د ۴۲ کلونو پخواني افغان کډوالو کمپونه تړلي

پاکستان وايي د غیرقانوني افغان مهاجرنیو په اړه ی دغه ګام د ملي امنیت او ادارې معیارونو سره سم د کډوالو مدیریت څرګندوي
د افغانستان د ازادۍ تحريک ای ایف ایف په فاریاب اولسوالۍ کې دوه طالبان وژلي

د افغانستان د ازادۍ فرنټ ،اې ایف ایف پورې تړلو جنګیالیو ادعاوی کړي چې د سهشنبې په ماښام یې د فاریاب ولایت په مرکز کې د طالبانو د لویو لارو د کندک پر یوه اډه هدفی برید کړی دی. چی دوه طالبان د مړو او یو تن د ټپی کیدو دعوی شوی ازادو سرچینو ددی […]
افغان طالب چارواکي: پینځه ۵زره واپس راستانه شوي افغان مهاجرینو له مو په سرحدي سیمو کې مرستې ورکړي

افغان چارواکي وایي سلګونه کډوالې کورنۍ ثبت، لېږدول شوې او نغدي مرستې، روغتیايي خدمات، خواړه او مخابراتي اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي
د پیښور آرمي پبلک سکول خونړۍ پیښه: نن ی ۱۱ کاله پوره شو

په نن ورځ ۱۶دسبمر کال ۲۰۱۴ ترهګرو د پیښور په آرمي ښوونځي برید وکړو او له ۱۴۰ زیات ماشومان او زده کوونکي ی په ډیر بې دردۍ شهیدان کړل
په افغانستان کی د مذهبی مدرسو پراختیا : دې هیواد ته نړي والې اندیښنی راپارولي

د افغانستان طالب چارواکو لوري په دې هیواد کې د تعلیم نظام په اړه دی نیشنل انټرسټ خبرداری ورکوي چې د طالبانو ستراتیژي له القاعده او داعش سره ورته والی لري