مونږ به ترهګر له هرې سیمې اوباسو، په صوبه کې د ترهګر لپاره هیڅ ځای نشته: آیی جي خیبر پښتونخوا

مونږ به ترهګر له هرې سیمې اوباسو، په صوبه کې د ترهګر لپاره هیڅ ځای نشته: آیی جي خیبر پښتونخوا

د صوبې د پولیسو مشر دا بیان په داسې وخت کې راغلې چې د اسلام آباد میشت د شخړو د څیړنې یوې ادارې په رپورټ کې ویلي چې په می میاشت کې د خیبر پښتونخوا په اصلي برخو (پرته له قبایلي سیمو) کې ۲۵ وسله‌وال بریدونه شوې ، چې له امله یې ۱۴ کسان وژل شوي، چې پکې ۱۰ امنیتي سرتېري،دوه ولسي وګړي او دوه وسله‌وال شامل دي. ۲۴ کسان ژوبل شوي، چې پکې ۱۲ امنیتي سرتېري، ۹ ولسي وګړي، او درې وسله‌وال شامل دي.